FANDOM


هغه وخت چې ممتا ز ا و وزیر ګل دواړه د با جوړ او د کونړ تر مینځ دغره اوچت سرته راوختل نو د کونړ د درې با د په دواړو ولګید و او هغه د چا خبره زړونه یې پې تا زه شول . د یوې غټې تیګي په سر کینا ستل چې لږه د مه وکړي . د تند ي خولې دواړو پا کې کړې او د غره د څوکې نه یې ښکته پورته وکتل . د وزیر ګل لومړی د جلا ل ابا د په لور سترګې واوښتې او په سپین غره یې نظر ولګید و . بیا یې ورو ورو مخ د شما ل خوا ته واړاوه او د اسمار د درې غرونه او د پیج د درې اوچت سرونه او په خا صه توګه د « کورباغ » دغره څوکه له نظره تیر راتیر کړل . کله چې به وزیر ګل په خپل کلي کې د پا سې ویا لې په سر نا ست ونو د کوربا غ په غره به یې خا مخا سترګې لګید لې او چې ژمی به و نو لومړنۍ د وریځو لړ ې او د واورو تورتم به په همدغه غره با ند ې د ده تر سترګو کید ل . د ژمي یخه سیلۍ به هم د دوی د کلي له شمال نه را وا و لوتله او د کلي خلک به یې ولړزول . خلکو به فکر کاوه چې د غه سیلۍ د همد غو واورو او با را ن د تورتم نه را لوتلې ده او یا دا چې د اسمار د رې با دونه را تیز شوي د ي . په د واړو حا لتونو کې د یخې سیلۍ را لوتل د ژمي پیل و. که څه هم اوس ژ می نه وخو وزیرګل او ممتا ز چې په ډ یر او چت غره را ختلي وونو ډ یر ستړي شوي وو. چې د نور وجود خولې ورله د کونړ د د رې یخ با د وچې کړې او یو څه یخني غوند ې یې احسا س کړه نو د خپل کلي ژمی او با د ونه وریا د شول .
کلی یې او س دوی ته مخا مخ ښکاره کید و ، خو ا فسوس چې وران کنډر و. ټول د یوالونه یې هوار شوي وو. کوڅې نه ما لومید ې او د ګڼې ګوڼې ډ ک کلی نن سبا خا لي ؤ . یوا ځې په یونیم ځا ی کې یوه یوه کلا لید ل کید ه چې تش د یوالونه یې ولاړ وو. وزیرګل ډ یر وخت په خپل کلي کې سترګې ښخې کړې وې او چروتونو کې لا هو شو.
ممتا ز ورو شان د هغه په اوږه لا س کیښود و : وزیره یاره ډ یر چروت مه وهه ! ته دا ځل بیخي بل ډ ول یې ! چې له کوره را وتلي یو ، ته تل چروت وهې او د پخوا په شان ټوکې مسخرې نه کوې . زه اوته خو څو څو وارې په د ې لا رو راغلي یو او څو څو ځله مې ستا د خوږې مشخولتیا په برکت د ا سخت سفرونه ا سا ن شوي د ي ، لیکین د ا ځل ته بل ډول ښکارې .
ولې ؟
وزیر یو سوړ اسویلی وکړ او وې ویل : یاره ممتا زه خد ا ی د ې خیر کړي . دا ځل زه هم په ځا ن پوه یم چې د پخوا په شان نه یم . زه هم یو بل ډول احسا س کوم . هره ګړۍ مې د کورنۍ یو یو غړی تر سترګو کیږي او په پټه خوله د هغوی سره خبرې اترې کوم . هره لازه (لحظه) فکر کوم چې . . .
ممتاز په خبره کې ورود نګل : یا ره خد ا ی به خیرکړي ، چروت مه خرا پوه . که د خد ای ر ضأ وه ډیر زر به خپلو کورنیو ته ور ستا نه شو او وه به یې ګورو.
وزیر لږ ځا ن وخوځا وه اوپیکر(فکر) یې بد ل کړ. خندا یې شرو( شروع ) کړه چې ممتا زته هم ډ یر زیا ت چروتي ښکاره نه شي او د هغه په روحیه ا غیزه ونه کړي ، نو د خپل کلي په با ره کې یې خبرې پیل کړې .
وزیر : یره ممتازه یا ره د ا زمونږ د سرکا ڼو کلی خو دې پا ک الله بیا ود ا ن کړي او ټول خلک د ې خد ای بیرته په خیر سره خپلو کورونو ته راولي . د واړو په غبرګ اواز امین ووا یه .
دواړو ډ یر وخت نورې زیا تې خبرې اترې هم وکړې اوزړونه یې ښه تش کړل .ستړیا یې ورو ورو لرې کید له او ځا نونه یې په کرا ر کرا ر چمتو کول چې د خپل هد ف ( موخې ) په لور وخوځیږي . د با جوړ او سر کا ڼو تر مینځ دا لوي غر د څیړیو او ښو نا نو په ونو پټ دی . ګورګورې ، موما ڼې ، کرکڼې ، غوریجه (عکا سي ) ، پلوڅې اویوشمیر نورې ډ یرې غرنئ ونې هم په کې ولا ړې د ي . ځا ی ځای د غرنیو مرغیو اوازونه او شپیلي اورید ل کیږي . کله کله د زرکو او سیسیوققړې اونا رې هم د د وی پا م ځا ن ته اړوي . د غره په ټیټو تپو کې دومره ډ یرې ترخې ، غوړګې او سرګړي ولا ړ دي چې په ا سا نۍ په کې څوک لا رنه شي پید ا کولا ی. له د غه غره او تپو نه وزیر او ممتا ز همیشه د لرګو با رونه ، د برړو ګیډ ي ، د غوړګو او سرګړو درانه درانه بوجونه ، خپل کلي ته کوز کړي اوتل یې لکه د نن په شان د د ې رڼو چینو په غا ړو خپل غرمه نا ري کړي د ي . د وی به له ځا ن سره سړه بیګا نۍ ډ وډ ۍ چې کله کله به لا د پیا ز غوټه او یا ما لګه اومرچ هم ورسره وو راوړه اود همد ې چینو خواته به یې خوړله ، خو نننۍ ډ و ډ ۍ او پیا زو هغسې خوند نه ورکا وه . ځکه چې کله به د وی د لرګو بارونه وتړل او ډ وډ ۍ ته به کیناستل نو په دې خوشالۍ کې به وو چې اوس به کورته روانیږي . کار به یې سرته رسید لی و. لرګي به یې پوره کړي وو اوخره به یې هم د غره په سرګړیو او ترخو ما ړه شوي وو. خو نن ؟ نن له د ې غره نه د یو بل دروند کا ر د پاره حرکت کوي . د کرښې د ا خوانه راغلي دي . کورنئ یې هلته پا تې د ي او د وی هم د خطر په لور روا ن دي ، سره د دې چې خپلې خا ورې ته را ووښتلي د ي . په د ې ډ ول تګ راتګ یې په د ې وروستیو وختونو کې څو څو ځله سرته رسولی دی او هغه د چا خبره ډ که منګول کورته ستا نه شوي دي .
لومړی دواړو لا سونه جګ کړل د وعا یې وکړه بیا یې څپلئ په پښو کړې ، څا درونه یې وڅنډ ل او کلا شینکوپونه یې څنګ ته وا چول . د « بوښتي » دغره د هسکې څوکې نه مخ په ځوړ د کونړ د رې هوارې ته را روان شول . لکه د پخوا په شان یې بیا یوې « ټپې » ته زړه وتخنید و خو یره د زړه د تل نه یې اواز نه را جګید و . ده به کله چې په خرو د لرګو با رونه واړول نو په هسک اواز به یې په غره کې په لنډ یو پیل کا وه . همدا رنګه دا کار به یې په د ې وروستیو وختونو کې چې له کرښې اخوا نه به راتلو هم کا وه . دا ځل خدای پوهیږي چې ولې یې د زړه زور نا ست و او اوا ز یې په نا وونوکې انګا زې نه جوړولې . یواځې په ډ یر کمزوري اونري شا ن اواز یې د کونړ په سیند با ند ې د سترګو د لګید و سره د ومره غږ (ږغ) پورته شو چې ا یله د ممتا ز غوږ ته ورسید و . هغه خپله ټپه د خپل ما ت زړه نه د اسې را پورته کړه :
ما د کونړد سیند نه ځا ر کړې *** زما جا نا ن به په کې مخ اینځلی وینه نورې لنډ ئ او سند رې یې هم د ځا ن سره په بنګا ري بنګا ري ویلې خو ممتا ز پرې نه پو هید و ، یواځې دهغه بنګا ری یې اورید و . له څوسا عتونو مزل نه وروسته هوارې ته را کوز شول او د سرکا ڼو په خوا کې د کونړ د سیند نه پورې غاړه نوا با د ته پورې وتل . د سیند هغې بلې خواته ( آ غاړه ) خواره واره کلي پراته وو او د د وی د ډ لې غړي په همد ې کلیو کې ځا ی په ځا ی شوي وو . د وی هم خپل ټا کلي ځا ی ته ځا نونه ورسول او د خپلو ا نډ یوالا نوسره یوځا ی شول . دوزیرپلا ر په د ې علا قه کې یو وخت دوکا ن درلود او ده به ورله وخت نا وخته د خپل کلي نه د خرڅ شیا ن راوړل . کله کله به ورسره پا تې شو او په د وکا ن کې به پلا ر اوزوي شپه تیره کړه ، نو ځکه هغه د لته ښه بلد ؤ .
* * * * * د وزیر پلا ر د وړوکتوب نه د و کاند ار و . د هغه نیکه په سرکاڼو کې لوی د وکا ن لاره ، خو د ویم د وکا ن یې د وزیر د پلا ر د پا ره په د ې سیمه کې جوړ کړی و چې کله کله به یې په کې سود ا خرڅوله او کله کله به یې بند اوه .
د وزیر پلا ر له ما شو متوب نه ډ یر کره پوره او په هرڅه پوهید و . ترټولو همزولو هوښیار او د ګټې وټې په کارښه ژرا موخته شو . سترګې یې د ورکو ټیوا لي نه کمزورې وې او چشمې به یې په سترګو کولې . د د وکا ن په سود ا کې تر ټولو د و کا ندارا نو د انصا ف خا وند و . د ومره ښه اخلا ق یې درلود ل چې د ځوانۍ په وخت کې هم ورپسې کومه بده خبره چا نه ده کړې . ډ یر زیات خلک یې پیژند ل او د تعلیم وا لا کسا نو سره یې نا سته ولا ړه وه . له هغوی نه یې ډ یر څه زده کړي وو اولا کله نا کله به یې په سیا ست کې هم ګوتې وهلې . چې نا بلد ه سړی به ورسره مخا مخ شو نوپوښتنه به یې ترې کوله چې : وروره تا کومه پا کولته لوستلې د ه؟
د وزیر پلا ر « اول ګل » به ځواب ورکا وه چې: وروره ما پوهنځی څه چې ښوونځی مې هم نه دی ويلی او ښوونځی خو څه کړې چې نا لوستی ( ا نپړه ــ بې سوا ده ) یم . مقا بل لوری به ورته حیرا ن و ا وشا با سی به یې ورکړ .
اول ګل خپل زوي وزیرګل د وړوکتوب نه ښه وروزلو او زړور یې اموخته کړ . د ښوونځي په لومړیو کلونوکې یې زیا ت شعرونه زده کړل او تل به یې د پلا رتعلیمیا فته میلمنوته په اوچت اواز اورول . ډ یر هغه شعرونه یې زده کړي ووچې د خوارنو او بې وزلو په ګته وو . کله چې هغه زلمی شو نو د ښوونځي د د رسونوبرسیره ټول د کور او سا را (صحرا) کا رونه یې هم سرته رسول . ښکلی او د نګ ژڼی (ځوا ن) ترې جوړ شوی و. لوړې پوزې( پزې) یې په سپین مخ د د ه څیره نوره هم ښا یسته کړې وه . د پلا ر د خبرو او امرونو پوره پوره منونکی و او لا د زلمیتوب په وخت کې یې هم د پلا ر دومره درنا وی (احترام) کا وه چې حد یې نه درلود .
خو اوس ... اوس وزیر د خپلو ټولو پخوا نیو فکرونو په ضد ، په جګړه کې ښکیل شوی دی . هغه د خپل پخوا ني فکر(پیکر) په خلا ف ، ټوپک غا ړې ته ا چولی او د هیواد په کورنۍ جګړه کې یې څو څو وارې
ګډ ون کړی دی چې په هر وارې هغه خپله میړا نه هم ښود لې ده .
*****
څه موده د هغوی په حملو اوترپلو کې تیره شوه . وزیر د ورځو نه یوه ورځ د د ولت د ځوا کونو سره په همد غه د « نوا با ت » په کلي کې په نښته کې ژور ټپي شو . انډ یوالا نو یې پریکړه وکړه چې ژر یې د کرښې نه اخواته روغتون ته ورسوي . په کټ کې یې وا چا وه او له سیند نه یې د سرکاڼو غا ړې ته پورې ویستو . کله چې یې دهغه کټ د للمې د ډاګ په ځمکه کیښود و او د خپل کلي (سرکا ڼو) با د پرې ولګید ونو ممتا زته یې غږ وکړ :
! یا ره
مخ مې ښکاره کړه چې د ا د خپل کلي با د مې زړه تا زه کړي او په ژوند ا نه د وروستي ځل د پا ره د د ې ډ ا ګ اوکلي د با د نه خوند واخلم . ممتازترې له مخ نه څا د ر جګ کړو ، خوچې سریې لږ کوږ غوند ې شو نو دوزیر په مخ د ممتا ز له سترګې نه اوښکه ورتوی شوه . هغه پوه شو چې ممتاز هم زما په حا لت پوه دی
مرم ، نوځکه یې له سترګونه اوښې روانې دي .
وزیر: یوه بله خبره مې هم کوله . . . خوخبره یې له ستوني نه په د ې ځل را ونه وتله .
*******
وزیر او ممتاز د واړه ډ یر خواږه یارا ن اوپه یوه کوڅه کې را لوي شوي وو . د وی ټول وخت یو ځا ی تیرکړی و او اوس په جګړه کې هم یو ځا ی وو . په ټول ژوند کې یې هیڅکله دا سې نه ووشوي چې یوه به بل ته خبره وکړه او هغه به ونه منله . یو د بل نه هغه د چا خبره ، ځا رید ل . رښتیا چې خواږه د وستا ن وو . *******
هغه د مخ د ښکاره کید و نه وروسته په ډ یر جړق جړق دغه هوا تنفس کړه اوممتاز ته یې بیا سترګې ورپورته کړې. په ډ یره خوارۍ سره یې ګنګړو ګنګړو خبره له کومي ( ستوني ــ مرۍ ) نه را وویستله او ممتا زته یې بیا واو روله . ما د رته یوه خبره کوله :
ممتا ز : وکړه خبره وکړه ، مه وارخطا کیږه !
وزیرګل : خبره . . . مې . . . دا وه . . . چې . . . هغه د « بوښتي » د غره په سرچې مې تا ته څه ویلي وو ، هغه به خا مخا عملي کوې . زما سره به خپله وعد ه پوره کوې او وصیــــــــت به مې سرته رسوې !
ممتا زخا ن : یره وزیره یاره مه وارخطا کیږه . ته خو جګ جوړ یې ! ما ولې خپه کوې . ستا نه ډ یر سخت سخت زخمیا ن جوړ شوي دي . ته د ومره ژور ټپي نه یې . تا به هم خدای ډ یر ژر جوړ کا ند ي . زړه چې ښکته پورته نه کړې . الله پا ک مهربا نه دی . روغتون ته د رسید وسره سم به انشا الله چې جوړشې .
وزیرګل : بس . . . دومره . . . خبره مې. . . وکړه . . . ستا به زما سره د انډ یوالۍ او همزولتیا دا ورستنی خذ مت وي .
* * * * *
لږ وروسته وزیرګل په ځا ن پوه شو چې له پښو یې سا وخته . یوځل بیا یې د وروستي ځل د پا ره د
« بوښتي » اوچت غره او د د ې غره لمنو ته او بیا د کونړ نورو غرونو او د کونړ سیند ته وکتل او ځلقد ن
( ځلکد ن ) ته ورته سوړ اسویلی یې وکړ .
ممتازخا ن هم وارخطا وارخطا پورته ښکته ګوري چې کوم موټر پید ا کړي چې خپل ټپي ا نډیوال له کرښې نه ا خواته روغتون ته ورسوي . له برې خوانه په خا ورو او دوړو سپیره جیپ موټر را غي خو له خلکو ډ ک و او د مریض ځا ی په کې نه و . خلک هم هر یو په ډ ا ر او ویره کې ووچې په خیر سره له کرښې واو ړي . هیچا دا جرأ ت نه شو کولا ی چې زخمي ته ځا ی پریږ د ي اوپه خپله بل موټر ته ا نتظا روباسي . جیپ موټر حرکت وکړ او د وی د بل موټر په ا نتظار پا تې شول .
بل موټر لا نه وراغلی چې وزیرګل په سلګو پیل وکړ . په د ې وخت کې ممتا ز چغې کړې . ټول ا نډ یوالا ن یې را ټول شول او د وزیر ګل په کټ وغوړید ل . هغه په حق ورسید و او د تل د پا ره یې سترګې پټې کړې .له یوې اوږدې شا ن ژړا او بیا د یوې لنډې غوندې چوپتیا نه وروسته د مړي ځنا ځه په اوږو پورته شوه او د « با روګۍ » کلي ته چې د بوښتي د غره په لمنه کې پروت او د سرکا ڼو کلي ته ډ یر نژدې دی ، یوړل شوه . مړی د باروګا لو په مرسته خا وروته وسپارل شو . د مړي د ښخید و ټول مراسم پوره پوره سرته ورسید ل . د سرکا ڼو په کلي کې یې چې د د وی خپل کلی و ، ځکه مړی نه شو ښخولا ی چې هلته مقا بل لوری (د ولت) لاس بری و .
* * * * *
کله چې ممتا ز بیرته د کرښې نه ا خوا ته لا ړو او د وزیرګل کورنۍ دهغه د مرګ نه خبره شوه نو د ډ یرو ویرونو ژړا ګا نو او چغونا رونه وروسته د وزیرګل پلا رد ممتا زنه پوښتنه وکړه چې ولې یې د لته پیښور ته مړی را ونه رسا وه ؟
ممتا ز ورته په ځواب کې وویل :
کا کا جا نه !
ځوانیمرګ ما ته « وصیـــــــت » کړی وچې د با روګۍ په کلي کې ، زمونږ د لوي غره په لمنه کې به مې مړی خا وروته سپا رې ، ځکه چې هلته به مې په قبـــــرد خپل وطن با د ـ دخپل کلي با د لګیږي او اروا به مې خوشا له وي . « پا ی »

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki