FANDOM


خپل ساعت ته يې وکتل اوبیایې په خپل مړونددتندي خولې وچې کړې په کوچ کې یې ډډه ووهله ددفترپه مخامخ دیوال لګیدلوتابلوګانوته یې سترګې ورواړولې بیلابیلې تابلوګانې په پوره نظم اوترتیب سره راځوړندې وې چې دجوړونکي دښه ذوق څرګندونه یې کوله دتابلوګانوپه اړه په فکرونوکې ډوب وو چې ددفترورراخلاص شو یوسپین ږيری ملازم چې ملایې کړوپه وه راننوت په لړزیدلي غږيې وویل .

صیب وبښی ریس صیب یوڅه مصروف دی له چاسره میټنګ لری که یوڅه انتظاروکړی بده به نه وي .

په ځای کې رانیغ شو اوځواب یې ورکړ

سمه ده کومه خبره نه ده

سپین ږیری ووت اوده هم بیرته تابلوګانوته پام واړولو

ټول انځورونه ده ته په زړه پورې وو له هریوه نه یې خونداخیسته هغه پوهیده چې په بهرکې دغه ډول تابلوګانې څومره ارزښت لري اوبهرنیان یې څومره مینه وال دي خوپه خپل هیوادکې یې قدرنشته هغه داڅوکاله په بهرکې ګڼ داسې انځورونه په پیسواخیستي ووچې دده دهیوادله مختلفوبرخوسره یې تړاوو درلودچې په خپل کورکې یې راغونډې کړې وو، خودغه تابلوګانې له هغونه یوڅه بیلې وې حقیقت ته ډیرې نږدې ښکارېدې نوځکه خویې دهغه پام دومره وراړولی وو

یوځل بیایې خپلې عینکې راواخیستي دخپلې نیکټايي په څنډه یې شیشې ورپاکې کړې له ځایه پاڅید له نږدې يې ټولې تابلوګانې له نظره تیرې کړې څوتابلوګانې یوازې دکلیوالومنظرو،ویالواوکروندوپه اړه وې نوریې چې دتابلوګانوله کتلوسترګې ستړې شوې ترڅنګ یې وکتل دیوه وړوکي میزپه سرداخبارونویوه لویه بسته ایښې وه لاس یې وراوږدکړله سرنه یې یوزوړاخبارراواخیست پاڼې یې واړولې اخبارنوی نه وو خوپه زړه پورې مطالب په کې چاپ شوي وو غټ سرلیکونه یې ولوستل بیایې له مینځ نه دهنراوادب پاڼه راویسته اونوراخباریې بیرته په ځای کیښود په پاڼه کې شعرونه اوښکلې ادبي ټوټې راغلې وې ټول یې ولوستل بیایې بل مخ واړولو

په یوه لوی سرلیک کې لیکل شوي وو

په هیوادکې دعکاسۍ دصنعت نن اوپرون

مطلب یې خوښ شوعینکې يې سترګوته ورجوختې کړې اودمطلب په لوستلوبوخت شو دمطلب په سرکې لګیدلي لوی عکس ته یې وکتل ورڅخه لاندې لیکل شوې کرښه یې ولوسته .

(( یوښکلی کلیوال هلک چې دیرش کاله وړاندې یې په سیاه سفیدکمره عکس اخیستل شوی))

په تندي یې خولې راماتې شوې په ځیرځیریې عکس ته وکتل اخباریې سترګوته نږدې کړاوپه لیوالیتاسره یې دمطلب لوستلوته دوام ورکړ.اوهغه کرښې یې ولوستي چې په ځانګړي چوکاټ کې لیکل شوې وې

(( دغه عکس کلونه پخوازموږداخباریوه خبریال په خپله کوڅه کې موندلی وو چې هماغه مهال یې داخبارله خوا د کال دغوره عکس مقام ګټلی وو.))

لیکنه یې بس کړه بیایې عکس ته سترګې واوړولې

وړوکی ماشوم په کوڅه کې دیوال ته منظم ولاړوو لکه یوسرتیری چې دخپل مشرلپاره سلامي کوی په شونډویې موسکاخوره وه معلومیده چې په ډیرزوریې چې خپله خنداراقابوکړې ده اودخپل عکس دلیدلو تلوسه لري ، اخباریې له لاسه پریوت په کوچ کې تکیه ووهله اواوږده ساه یې ویسته ،بیاپه اوږدوفکرونوکې ډوب شو .

жжжжж

له ښوونځي نه ستړی ستومانه راغی په کوڅه کې دپخواپه څیرعکاس کاکادخپلې کمرې سره چې دلرګیوپه دریوپایې ولاړه وه بوخت وو اودکمرې په هغه برخه یې سترګه ورایښې وه چې دکورتۍ لوستوڼي ته ورته وه، دده په لیدوبې له دې چې وروګوري په خبروشو

انځره عکس اخلې ؟

ده ځواب ورکړ

هوخو ..

خوڅنګه؟

خوپیسې نه لرم زماسره یوازې پنځه روپۍ دي چې پنځه نورې پیداکړم بیاورباندې لوی اکس اخلم چې تول ورته حیران شي

عکاس کاکاله کمرې سراوچت کړ

ځه بچیه پنځه روپۍ راکړه اودرې هګۍ دې له مورجانې راوړه

ده هم دکتابونوبکسه په شا کلکه کړه مخ په کوریې منډه کړه دومره خوشحاله شو لکه چاچې لویه تحفه ورکړې وي په کورکې چوپه چوپتیاوه موریې اوده وه اوپه انګړکې چرګان دګلانوتربوټولاندې راغونډ وو غلی غلی ورغی دیوه بوټی له مینځه یې درې هګۍ راوخیستې دکتابونوبکس یې په برنډه ګزارکړاوپه منډه له هګیوسره له کوره راووت دعکاس کاکاخواته ورغی هګۍ یې هلته ورته کیښودې اوڅنګ ته یې شرمنده غوندې ودرېده

کاکایوه کمه ده اغه بل وخت راوړم اوس خوبه مې عکس اخلې ؟

عکاس کاکا دچاعکسونه دکمرې له اوږد ې کڅوړې رواښکل اوده ته یې وکتل هوبچیه لږصبروکړه پروانه لري هسې هم سباته ستاسې له کوڅې ددې ښاربلې برخې ته ځم .په زړه کې یې دخوښۍ څپه تیره شوه اوپه دیوال لګیدلې ماتې هندارې ته ودریده په هنداره کې دخپلوخیرنوویښتانوپه سمولوبوخت شو شیبه پس عکاس کاکادیواله ته ودراوه نږدې نیم ساعت یې په هاخواوګوره ،دیخواوګوره ،هسې شه داسې شه ، موسکی شه باندې تېرکړ اخرعکس واخیستل شو په یوه کاغذ کې یې ده ته ورکړاودی هم بې له دې چې ویې ګوري په څنګ کې یې ونیوه اومخ په کوریې منډه کړه په زړه کې یې همدا تلوسه وه چې په مورجانه زیری وکړی چې عکس یې واخیست اوخپله یې هم په تنهایۍ کې په ځیرسره وګوري له دروازې ننوت دروازه یې بنده کړه مخکې له دې چې مورته یې وښيي کاغدېې خلاص کړچې خپل ښکلی عکس وګوري خودکاغذپه خلاصیدوحیران شو خالي کاغذیې په څنګ کې نیولی وو اوعکس په کې نه وو ،شوریې جوړکړبیرته کوڅې ته ووت ګڼ خلک تلل راتلل خودده دعکس پته نه وه اونه یې له هرچانه پوښته کولی شوی بیرته په ژړانده سترګوکورته راوګرځیده په ژړاسرشو دغرمې ډوډۍ یې هم نه خوړه اوله ځان سره یې ژړل شیبه وروسته یې ماماجان کورته راغی دی یې دلاسا کړسراولاسونه یې ورومنیځل نوې جامې یې ورواغوستې اوپه ټکسي کې له خپل ماماسره ښارته روان شوهلته یې په یوه ښکلې شیشي عکاسخانه کې ورته ډول ډول رنګه عکسونه واخیستل خوده ته یې خوندنه ورکولواوهمغسې یې په ورک شوي عکس پسې سترګې له ژړاسرې وې .

دمخ په ګونځوکې یې له سترګوڅوڅاڅکیه اوښکې راښکته شوې لاپاکې کړې یې نه وې چې ورخلاص شو اوهمغه بوډاملازم ورته غږکړ

ډاکتراینځرګل صیب راځه ریس صیب درته انتظاردی

پاڅیده داخبارپه لوریې یوځل بیاوکتل خوبیرته یې سترګې ورنه واړولې اوپه بوډاملازم پسې روان شو

۱۳۸۹-۶-۸جلال اباد

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki