FANDOM


سرتيري ډير ورو د دفتر د دروازې دړې ته دلاس په گوته درې ټکه ورکړل ۔ د دروازې له نيمکښو کېدلو سره ډگروال گل بت هم د دفتر د راډيوغوږۍ کيڼې خوا ته تاو او ورو کړه ۔ سرتيری را ننووت ۔ رسم تعظيم يې پر ځای کړ ۔ گل بت يوازې سترگې پورته کړې ! په سرتيرې يې وگنډلې او د سترگو په اشاره يې وپوښتلو :ا

-صيب يو بوډا راغلی دی وايي دصمد پلار يم ۔ !

-ورته ووايه چې راشه !اوبيايې سترگې کښته واچولې اوله ځانه سره يې څو وارې تکرار کړه ۔شهيد صمد !!!

هغه هم ۔۔۔ !

٬٬په درنگ سات کې يې دڅو شپې دمخه د واده محفل په ذهن کې غزونې وکړې ۔ صمد داتڼ په سر کی دی ۔ دډهل له ترنگ او شرنگ سره ددفاع اوحملې کړاو اجرا کوي ۔ په ونه دنگ مټور ځلمی دی ۔ دواده دمحفل ټول گډون کوونکي داتڼ چيانو تاويدل اوحرکات څاري ۔

صمد له بله هر وخته نن ډير مست اوښکلي بريښي ۔ داتڼ پر سر کې روان دی ۔ داتڼ دجبهې لارښوونه کوي ۔ اوپه دې ډول دواده محفل تود ساتي ۔ ٬٬

بوډا په کړوپه ملا په دروازه کې را دننه کيږي ۔ يو وار مخامخ څوکۍ ته گوري مخ اړوي ډگروال گل بت ويني ۔ ډگروال له خپله ځاېه ولاړيږي ۔ دميز له شاه را ووځي ۔ له بوډا سره خوله په خوله مخ په مخ دريږي ۔ دبوډا سترگي ډکيږي اواز يې په ستوني کې زندۍ کيږي ۔ دگل بت هم خوله وچيږي ۔ دخبرو مجال يې ورکيږي ۔ ټټر يې پړ سيږي ۔ خو ناڅاپه بوډا په غيږ کې نيسي اوورته وايي :

-بابا دخداې رضا ده ۔ دا زموږ دټولو حال دی څوک دمخه اوڅوک وروسته ۔ موږ ټول ددې لاري لارويان يو ۔ اودصمد په قدمونو پل ږدو ۔

بو ډا په څوکۍ کښينوي اوهمدومره ورته وايي حوصله دې جوړه کړه ۔ دا اوبه گوټ کړه چې ستونې دې لوند شي ۔ داوبو گيلاس ورکوي ۔ ډگروال بيرته په خپله څوکۍ کښيني ۔ سکوت بيا په دفتر خپل راج چلوي ۔ ددفتر په مخامخ ديوال کې دکړکۍ له منځه دشنه اسمان پراخ دهليز ويني چې وريځې په کې په منډه اوځغاسته دي ۔ له کړکۍ لاندې په اوږده غځيدلې څوکۍ بوډا ناست اوفکرونو په مخه کړی دی .

٬٬بيا يې نا څاپه دوريځو په انځورونو کې دصمد دڅو شپې دمخه دمست اتڼ حرکات را ژوندي کيږي ۔ هر يو وايي ۔ اوه ۔ صمد ځان خولې خولې کړ۔ دصمد دورور واده دی ۔ په خوشالۍ اومستۍ نه پوهيږي ۔ مور يې له ورايه راځي ۔ په درنو قدمونو رانږدي کيږي اوپه صمد دلسگونو نوټونو بنډل شيندي ۔ همدومره وايي دادي ستا دسر خيرات وي ۔ اوبيرته خپل ځای ته ستنيږي ۔ دصمد ناوي هم په ښځو کې سر راپورته کوي وياړي اودصمد په اتڼ غاړه هسکه نيسي ۔ خو صمد سرتير دی ۔ څڼې نه لري ۔ اوله قطعې څخه يوازې دنن شپې واده له پاره راغلی دی ۔ ٬٬

گل بت غاړه صافه کړه ! دخبرو کولو له پاره يې ستونی لوند کړ ۔

-ښه کاکا ! چرت مه خرابوه زه پوهيږم ستا زړه سوری دی ۔ زما هم درسره سوری دی ۔ صمد ستا زوی اوزما ملگری وو ۔ زما تورزن ملگری ۔ هغه له ما سره سرتيری نه بلکې زما دقوماندی شريک وو موږ يوځای وو ۔ زه به درته يو راز ووايم خو له ځانه سره به يې ساتې ۔ چې په عمر کې دې له خولې ونه ووځي ۔

بوډا حيرانيږي ۔ هر څه يې له ېاده ووځي ډگروال ته نور هم ځير کيږي ۔ همدومره وايي ۔ ډاده اوسه ۔ډگروال بيا ټينگار کوي ۔ گوره چې خپل راز درته ووايم فکر کوم ديوه پښتون په څير به دې زړه اوبه وڅښي ۔ اودصمد غم به دې لږڅه له اوږو سپک شي ۔

بوډا دتاييد له پاره همدومره وويل : موږ ټول دمرگ په لاره روان يو خو دهغه کوچني ماشومان مې ځوروي ۔ ! اوبيا يې ستونی ډډيږي ۔

گل بت بيا دبوډا دپټکي ولونو ته په ځير شو۔ اوښکو يې دسپينې ږيرې په تارونو کې لارې وکړې او کښته را ورغړېدلې ۔

©©©

خو گل بت بيا دجگړې ډگر ته ولاړ ۔ پر هغه سهار يې ډېر ځله صمد ته وويل : هلکه ته عملياتو ته مه درومه ۔ تا دواده شپه په ويښه تيره کړی ده ۔ خوب دې نه دی کړی ۔ په واده کې داتڼونو له وجهې ستړی ستومانه يې ۔ ځواب دې زه وايم ۔ خو صمد کله صبريدلو ۔

٬٬نه قوماندان صيب ! زه تا يوازې نه پريږدم ۔ ماته په کور کې ناسته خوند نه راکوي ۔ زه ارومرو درسره ځم ۔ دکابل په شما ل کې دشکردرې په سيمه کې په يوه ليرې غره ته څيرمه کلي په شاوخوا کې دقطعي سرتيري خواره واره ول ۔ دبهرنيو په اصطلاح دوستانو سرتيري هم خواره ول ۔ غنمو خيد کړی اوتر زنگنو پورې راپورته شوي وو ۔ ونو هم پاڼو ته ځانونه جوړ کړي ول ۔ ځينې سرتيرې ليري ليرې په ويالو اوپټيو کې خواره پراته ول ۔

دغره له برې تړې يو نيم ډز اوريدل کيدلو ۔ بهرني په اصطلاح ٬٬دوست سرتيري٬٬ هم منتظر ول ۔ يو شمير پټيو چې خنډي ديوالونه ترې چاپير ول دسنگرونو حيثيت درلود ۔

ناڅاپه داوربل غږ وشو ٬ ډزې زياتي شوې ۔ دمرميو باران زور واخيست ۔ جگړې ډير ې شيبې ونيولي ۔ بهرنيو سرتيرو په مخابره کې چې درې تنه يې ټپيان شوي وو خپل قوماندان ته څه وويل ۔ قوماندان يې په قهر شو ۔ کلاشينکوف يې راواړولو اوقهر يې په صمد چې خواته يې نږدې پروت وو سوړ کړ ۔ دگل بت ساتونکي هم دسترگو ليدلی حال گل بت ته وويلو ۔ صمد لا ساه نه وه ورکړي چې گل بت کله کوف را واړه ولو ٬ شاوخوا يې وکتل ۔ وې ليدل چې څوک نه بريښي ۔ اوبيا يې په بهرني ډگرمن دچا خبره د ٬٬دوستانو قوماندان٬٬ باندې شاه جور تش کړ ۔ هغه لکه دتورۍ په څېر را وځړيده ۔ خبره دجنگ په ډزو کې ورکه اوچوپه شوه ۔

بهرنی قوماندان چې اخوا ديخوا يې کتل اوپه مخابره کې يې لارښوونې کولي دا سات يې مخابره چوپ شوه ۔ گل بت هم ځان غلی کړ ۔ جگړې دوام وکړ سرتيرو مړې اوټپيان شاته کړل دماښام تروږمی په لگيدو شوه ۔ اوددويم امر سره سرتيرې له پټيو په شا شول ۔ اوخپلې قرار گاه ته په ليکه روان شول ۔ ۔

©©©

گل بت دميز له سره داوبو گيلاس را پورته کوي ۔ بوډا ته يې نيسې وايي :

پلاره ! يو ه خبره درته کوم !

-څه وايي ؟

گوره دا وظيفات ((پنجسوره)) گوره ۔ په دې خو باور اوعقيده لري ۔

-ولې نه الحمد الله په اوداسه يم ۔

-هغه چا چې په صمد ډزې کړې وې او هغه يې وژلې وو ۔ په همدې کلام الله درته سوگند خورم چې په همدې کله کوف مې غلبيل کړ ۔ صمد په خپلو سترگو وليد ۔ هغه لا ساه نه وه ورکړې چې د دوستۍ په کاليو کې دوښمن مې ختم کړ ۔ ما دصمد بدل اخيستی دی ۔

سپين ږيرې په کړوپه ملا را پاڅيد۔ غوښتل يې دگل بت په پښو کې ولوييږي ۔ خو هغه له مټ نه ونيو اوپورته يې کړ ۔

اکبر کرگر

لندن ۲۰۱۲۔۴۔۱۶

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki