FANDOM


دقرار داد پاڼه يې راواخيسته او په لومړي مخ کې يې تم شو ، زړه يې له خوښۍ بې واره درزا کوله خو غوښتل يې ځان ساده او همغسې عادي وښيي ، ژباړن ته يې وکتل او يو څه په ستړې لهجه يې وويل

ياني مرګونه هم په کې شته ؟

ژباړن امريکايي قومندان ته ځير شو او بيا يې ده ته وکتل

نه نه مه وېرېږه ، ته خوپوهېږې چې ددوى کارونه ډېر شفاف او واضح دي ،داهم په احتياطي تدابيرو کې راځي ، دى خو ستاسي دشرکت له کارونو زيات راضي دى او دا ستاسې لپاره ښه چانس دى چې ښه تکړه انجينران به درسره کار وکړي .

زړه يې ډاډه شو ، سمه ده ، وېره مې به مې درلوده يانه خو وضاحت ښه وي .

له مخکينۍ مادې وړاندې يې بيا دقرار داد همدغه څلورمه ماده چې له انګليسي نه په ګوډه ماته دري ژباړل شوې ولوسته

__ ((که دساختماني شرکت کوم انجينر دوسله والو له خوا وژل کېږي ، موږ حاضر اوسو که شرکت ته دانجينر په سر دپروژې دپيسو پنځمه برخه وريا ورکو چې دهغه کورنۍ ته يې وسپاري )) .

ديوولسمې مادې له لوستلو وروسته يې په يو څو پاڼو لاسليک وکړ او زر دبېز(پوځي اډه ) له دروازې نه راووت ، خوله يې له خوښۍ نه راټولېده ، هرڅه ددې د توقع نه لوړ و ، په ټوډي کې کښناست او دخپل ورور شمېره يې ډايل کړه دهغه خوا نه اواز راغى

بلې حاجي صيب !

ګوره هلکه سمدستي به کار پرېږدې ، لاړ شه کورته او دهمغه انجينر نمبر راکړه چې تېره ورځ مو له انټريو وروسته رد کړ ، زر کړه ، وايم بده ده ، په کار به يې کړو ، ټول کارونه خو موږ خپله نه شو کولى .

قرار داد وشو ؟

له خندا سره يې ځواب ورکړ

هو وايم ريښتيا چې دا ترجمانان دکار خلک دي هرڅه زموږ دتوقع نه لوړ تر سره شول، ډېر لوړ خو هغه نمبر راکړه او نور خپله دپروژې ساحې ته مه ځه ، زر يې نمبر بند کړه ، نور يې خپل ورور ته دخبرو وخت ور نه کړ

له شېبې ځنډ وروسته ټيو ټيو شو

زر يې دمبايل دمسج صفحه خلاصه کړه او په کې راغلې نوې شمېره يې واخيسته

په مبايل کې يې ډايل کړه

له هغې خوا په ډېره خوښۍ غږ راغى

هلو حاجي صيب !

جوړ پخير انجينر صيب

که وزګار يې او وخت لرې دشرکت دفتر ته راشه ، او قرار داد لاسليک کړه نور ورځه مخ په ساحه خبره به همغه پخوانۍ وي

دانجينر لکه په خپلو غوږو يې چې باور نه وي راغلى ، ويې پوښتل

حاجي صيب ته ريښتيا وايي ؟ تاسې خو ماته ويل چې ته کاري تجربه نه لرې او نوى فارغ شوى يې خو ...

حاجي صيب يې خبرې ورپرې کړه

څنګه يې کوې زړه مې درته بد شو ، تاسې غوندې نوي ځوانان چې زه په کار نه کړم بل مو نه کړي ؛ نو څنګه به کوى ؟ خير دى ورځه کشر حاجي صيب دفتر کى دى ، زرخبره خلاصه کړئ او همدا اوس ساحي ته روان شه ، دادي زه هم زنګ ورته وهم له خيره .

انجينر وخندل او حاجي صيب يې په مبايل کې خوښي حس کړه ، بيايې بې له ځنډه له کشر حاجي صيب سره يو دوه خبرې دانجينر په اړه وکړې ورپسې يې زر يوه بله شمېره چې په مبايل کې يې نه وه له ځانه ډايل کړه ، يو څه جدي شو

له دريم ځلي اړيکې سره يې پرې اوکې کړ

هلو ! حاجي صيب الله مو را وله اوس زموږ احوال هم نه اخلى ، بيخي خير خيرات دې هېر کړى زوروره دومره مه بې غوره کېږه کنه !

حاجي دموټر هندارو ته وکتل موټر يې دبېز نه له راغلى لارې عمومي سرک ته سم کړ او ځواب يې ورکړ

الله مو روغ لره ، ولې به مو هېر کړى وى ، خو خبره داده چې سرګردانۍ زياتې دي ، ويې خندل او خبرې يې وغځولې ستاسې برخه څوک خوړلى شي زوروره ، لږ ها خوا دېخوا خبرې يې وکړې او بيا يې دانجينر په اړه خبرې ورسره پيل کړې خو وروستۍ خبره يې په هغې خوا ښه ولګېده او تعجب شو

ريښتيا وايي، دا له کومه دومره مهربانه شوې ، که ډالرې دې زياتې شوې ؟

حاجي وخندل

له څه سوچ وروسته چې له پېسو نه يې يوه برخه په کې بېلوله ځواب ورکړ

هو نو دا له پخوانيو معاملو يوڅه غوښنه ده يو څه هغوى راسره منلې او يو څه به زما وي څنګه يې کوې ، تاسې ته هم بايد يو څه جوړ شي .

ښه دا کار څه وخت کړو ؟

حاجي موبايل په شونډو تکيه کړ ، دمخکينۍ ښېښې په بېخ کې يې دخپل زوى تصوير ته وکتل چې ديوه شخصي ښوونځي په درېشۍ کې يې تصوير پرې اخيستى و او بيايې بېرته مبايل غوږ ته پورته کړ

بس شلمه ورځ يې مناسبه وګڼه ، نوي کار په رسمي ډول سباته پېلېږي ، ساحه هم هماغه پخوانۍ ده خو هرڅه بايد په ډېر احتياط وي

په مبايل کې خندا راغله

حاجي صيب يو لک کم نه دي ؟

دحاجي سترګې په سرک مخامخ را روان ګاډي ته ځير شوې او په بې پروايۍ يې ځواب ورکړ

نه واره نه کوې پيره ، سړى ډېر ساده او نوى دى ، تاسې ته به هېڅ ستونزه نه وي ،دټوپک له سيوري خو بيا دکمبخت بيخي زړه چوي .

په مبايل کې بيا خندا اوچته شوه

سمه ده حاجي صيب تا هم نه شو خفه کولى انتظار يې کوه، هرڅه به وشي .

+++++

دهمدې مياشتې په پنځه ويشتمه حاجي صيب دخپل ساختماني شرکت په دفتر کې ناست و ، ساعت ته يې وکتل زر يې دفوټبال لوبه بنده کړه او په خبرونو پسې يې دتلويزوني چينلونو چاڼ پيل کړ

همغه چينل يې را واړوه چې تل به يې خبرونه په کې اورېدل خو خبرونو ته يوه دقيقه پاتې وه ، هماغه شمېره يې ډايل کړه او زر اوکې شوه ، په يو څه ورخطا انداز يې وپوښتل

هلو ! ريښتيا وايي ، هرڅه سم تر سره شول ؟

له هغې خوا په کړس خندا راغله

هو خود سم تر سره شول ، لکه چې په دې خبرونو مبرونو دې باور نه راځي بېګا ته يې په تلوېزون کې تصويرونه وګوره خوارکي ډېرې زارۍ وکړې خو زموږ کړى عزم چېرته بدلېږي ، بس نو دمياستې تر اخره زموږ سوړې ته مال را ورسوه چې هواوې سړېږي او ژمى په راتلو دى .

حاجي دوېرې او خوښۍ په حالت کې په کوچ کې ډډه ووهله ، مبايل يې ها خو ګوزار کړ او دتلوېزيون خبري ساعت پيل شو .

١٣٩٠ ليندۍ ٤ کابل

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki