FANDOM


وايي چې يوه ورځ په يوه کلي کې يوبوډا سړئ اوسيده. دا سړئ ډير ساده کليوال او پاک زړئ وه. د سړي ژوند د کلي په سطح برابر ژوند وه او يو څه پسې ډيردشتوخاوندهم وه.ددې سړي يوه ښځه او اووه زامن وه. خو له بدمرغه ددې سړي ښځه مړه شوې وه اودده له زړښت او کمزورۍ له کبله د کورپه نظم اوضبط کې هم بدلون ښکاره کيده. د بوډا حالت ورځ په ورځ خرابيده او همداسې دبوډا د زامنوپه منځ کې به ډيرې شخړې کيدې اوددوئ به هره ورځ دپلار په شتمنيوباندې دويش خبرې وې. د دې زوړسړي زامن ډير لټان هم وه. ددوئ د لټي او بې پروايي له کبله ده سړي ډير رنځ وړ او هرکله به يې دوئ ته نصيحت او غورې خبرې کولې، خو ښکاريده چې دوئ پرې چندانې پروا نه ښکاره کوله، ورو ورو بوډا دناروغئ په حالت کې چې ډير کمزورئ شوئ هم وه فکر يې وکړ چې يو څه مثبت بايدوشي، دې سره سره بوډاخپل مشر ځوئ راوغوښت او ورته يې وويل! لاړ شه نورو وروڼو ته دې غږکړه چې راشي زه يو څو اهمې خبرې غواړم چې وکړم . ځوئ يې ولاړ او خپلو وروڼو ته يې غږ کړ. ټول راټول شول او له پلار نه يې وپوښتل! چې څه خبره ده پلاره؟ پلار يې ورته وويل ! ګرانو زامنو تاسو ټول لاړشئ او يوه يوه لښته راوړئ. زامنو يې په حيرانتيا وپوښتل، په لښتو څه کوې ؟ پلار يې وويل! تاسو لښتې راوړئ زه تاسو ته د يوراز په اړه څه وايم. زامنو يې ښه کړه او ټولو يوه يوه لښته راوړه او د پلار مخې ته يې کيښوده. پلار يې چې لښتې راغونډې کړې نو ټولو ته يې په وار وروړاندې کړې او وې ويل ! تاسو هر يو په خپل وار سره دا ټولې شوي لښتې په منځ کې سره ماتې کړئ. زامنو يې هر يو په وار سره خپلې هلې ځلې وکړې خو غونډې شوي لښتې يې ونشوکړئ چې ماتې يې کړي. نو پلار يې چې ددوئ ننداره کوله يو وار بيا خپلو زامنو ته يې وويل! تاسو اوس هر يو خپله خپله لښته جلا کړئ او ماته يې کړئ. زامن يې چې هر يوه يو بل ته په حيرانه کتل او دپلار په اند نه پوهيدل نو خپلې خپلې لښتې يې جلا کړې او په دوه دوه ګتو يې سره ماتې کړې. دا چې بوډا وليدل، نو خپلو زامنو ته يې مخ واړاوه او ورته يې وويل! ګورئ ګرانو بچو ! تاسو پوه شوئ چې ما ولې په تاسو باندې دا لښتې په دوه بيل بيل ډولونو ماتول غوښتل؟ دوی ټولو په ډيربې صبرۍ سره وويل! نه موږ ستا د لښتو ماتولو په راز پوه نه شو ستاسو څه مطلب دئ؟ پلار يې ډيرې حوصلې سره دوې ته وويل! ګورئ ګرانو زامنو! لکه څنګه چې تاسو په خپله تجربه کړه چې په څو ټولو شويو لښتوستاسو وس ونه رسيده چې مات يې کړئ خو تاسو وتوانيدئ چې څولښتې جلاجلا ماتې ټوټه ټوټه کړئ، ددې نه مطلب دا ده چې که په تاسو کې ټول يولاس اوسئ اوديوبل احترام ولرئ نودشيطانانو، او ظالمانو به په تاسو باندې هيڅ وسه ونه رسيږي ، خو که تاسو ځانونه بيل کړل او د مشراو کشر احترام او يووالئ مو اختيار نه کړ نوتاسو ته به شيطانان او ظالمان ډيرزيان او تاوان درورسوي. دې سره وه چې د بوډا زامنو دا غوره خبرې واوريدې او دوئ يو بل ته په ډيره غوره توګه غيږې ورکړې او عهد يې وکړ چې دوئ به هيڅ کله له يو بل سره بې انصافي، او د يو بل بې احترامي ونه کړي او نه به خپل يووالئ مات کړي.

د کيسې پايله:

دا ريښتيا ده چې وايي په يووالي کې برکت وي.

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki