FANDOM


فېسبوک ته مې مسېج راغی. تړنګ ته مې يې پام شو. د یوه افغان و. په اروپا کې اوسېږي نه سلام نه کلام، لیکي: نجلۍ ته دې ورځو کې ډېره ازاده شوې یې. تاته نه ښايي چې د سړو په کارونو کې ګوتې ووهې. خپل سینګار کوه او ژاولې ژوه. ستا يې له نظر سره څه چې پر هر څه دې خوله را خلاصه کړې وي، کړېتېږې مسېج مې بند کړ. ټوله کیسه د تېرې ورځې تبصرې وه. ما په خپل فېسبوک ليکلي و چې که کومه غوټه په لاس خلاصېږي په خوله یې ولې خلاصوئ، جنګ بس کړئ. د فېسبوک نوي مسج غصه کړم. ځواب مې ورنه کړ. قهرېدلې په دې وم چې د ماشومې په سترګه یې راته کتلي و او داسې یې لیکلي و لکه زه چې یې د کور له غړو څخه یم. لا مې ذهن د مسېج په اړه بوخت و چې موبایل ته مې زنګ راغی. ورور مې و.خپه شوم. ما ورسره ژمنه کړې وه چې زه به تل زنګ ورته وهم حال به یې اخلم. باید هره اوونۍ په همدې ورځ ورور ته زنګ ووهم. نن را نه ناوخته شوی و. که رښتیا ووایم له بلا دې هېر شي هېر شوی مې و. دی له طالبانو سره په جګړه کې ټپی شوی. له کاره او ژونده یې ایستی دی. ډېر مې زړه ورته بدېږي. د ده لپاره مې له جنګه بد راځي. که د دوو کسانو غږ هم په خبرو کې لوړ شي بد راباندې لګېږي. زنګ مې ورته وواهه: - سلامونه اشنا! ما به له کمکیني اشنا باله. نه پوهېږم ولې خو اشنا راباندې ښه لګېده او ده هم بده نه بلله. ځواب يې یو څه په ګیله منه لهجه و: - ورکه ورکه یې؟ - ولا یو څه مې ذهن بوخت و. - ټوله عمر بوخته وې. - کنه؟ - هو تل دې ځان بوخت ساتلی. پوهېدم چې سړی ګیله من دی چې ولې مې په وخت زنګ نه دی وهلی. خو جنجال مې نه غوښت، ګيلې مې نه غوښتې موضوع مې بدله کړه: - څه نوې زړې؟ - هېڅ، پیتاوي ته ناست یم. - مزې دې وکړې، دلته خو سپیره وریځ ده. - درز و دروز خو نشته. له جنګه ستړي اشنا مې سمه خبره کوله. دلته جنګ نه و کراري وه خو زما ذهن له ده سره و، فکر مې له ده سره و. پښه یې پرې شوې وه. جنګ ورڅخه پښه اخیستې وه. نه پوهېدم څه ورته ووایم. نه مې غوښتل چې مایوسه یې کړم. فکر مې کاوه چې که د دې ځای صفت ورته کوم ښايي مایوسه شي. خو د دې ځای غیبت مې هم نه شوای کولی بیا پوهېدم چې ماته به یې وارخطا وي. زما خاموشي لکه چې دی هم په ما وپوهاوه خپله یې پوښتنه وکړه: - وايي خلک دې غصه کړي؟ - څنګه؟ - وايي د ګوشتې جنګ دې د طالب له بریدونو سره برابر ګڼلی؟ - نو نه دي برابر؟ - پرېږده یې، دا خلک منې که پوه کړې، هغه د موسی کلا نجلۍ نه وه؟ - کومه؟ را یادا مې شوه. دی چې هلته په دنده و، ما زنګ ورته وهلی و. یوه ورځ دوی په ګزمه و. کوم کلی و، شاوخوا د ماشومانو غږونه وو، ما ورنه د نجونو پوښتنه وکړه. ده ټيليفون یوې ماشومې ته ورکړ. پلوشه نومېده. شپږ کلنه وه او په ماشومتوب کې يې ورکړې وه. ښوونځي ته نه تله. له پلوشې سره مې تر خبرو وروسته ورور ته ويل چې که له ښاره بل وار ورته قلم او کتابچې راوړي. ده ويل طالبان به يې پرې ووژني. ما لا پر نجلۍ فکر نه و بشپړ کړی چې ده وويل: - هغوی خو يې ووژل. - وۍ چا؟ - بل نو چا، طالبانو. - ولې؟ - بس نو چې جنګ وي داسې کېږي. له ورور سره تر خبرو وروسته مې د فېسبوک ځوان ته ولیکل: کله چې په کلو کې د قلم په جرم ماشومانې وژل کېږي ته بریتور چېرې یې؟ ځواب یې لا نه دی راغلی. ښايي فېسبوک ته به بیا نه وي راغلی او یا به زما پوښتنه ورته د دې وړ نه وي چې ځواب یې کړي .هغسې چې د پلوشې غوندې ماشومانو وژنه څوک نه یادوي زما پوښتنه به هم مهمه نه وي.

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki