FANDOM




د درېيم ځل لپاره مې د خپل مبايل د مسيج تڼۍ كېكاږله، چې ناجيې ته د خپل زړه خبره وليكم. دې سره يو ژور سوچ په مخه كړم. زړه نازړه شوم او له ځانه سره مې وويل: (( نه، نه! هغه راته ګرانه ده، د هغې كركه هم راته مينه ښكاري. نور نو نه شم كولى، ما خو دا نه ګڼله، چې هغه دې داسې راسره واخلي.))

دا فكر ځكه راسره پيدا شوى و، چې تېر وختونه او يادونه دغسې وو، چې هيچا به هم دا نه ګڼله، چې زه او هغه په كوم شي سره وران شو. ښه مې په يادېږي يوه ورځ ارين، چې زما او د هغې تر منځ ولاړه وه، ويې ويل: (( هغه به هم ورځ وي، چې زه تاسې دواړه له يو بل نه خپه او په جنګ وګورم.))

ما هيڅ ونه ويل، خو ناجيې په كړس كړس وخندل او ويې ويل: (( ته به همداسې ارماني پاتې شې.))

كه څه هم د ارينې دې خبرې يو څه اندېښنه غوندې راته پيدا كړې وه، خو د ناجيې خبرې مې زړه ته قوت وركړ.

ناجيه ډېره ترخه وه، خو زړه يې راته سپين او له مينې ډك ښكارېده. له كومې ورځې، چې هغه زموږ دفتر ته راغله، نپوهېږم ولې ورځ په ورځې راته ګرانېده او د خپل زړه هره خبره مې ورسره شريكوله. د دې لپاره، چې هغه رانه كله خپه نه شي، هره خبره مې يې ورسره منله او هغې هم د خپل ژوند ډېرې پټې او ښكاره راسره شريكولې. كله كله به ما ځوروله هم. كله، چې به مې ډېره په تنګوله، هغه به موسكۍ شوه او يوازې همدومره به يې ويل: (( خاينه))

زه او هغه سهار او ماښام يو ځاى په موټر كې سره تلو او راتلو، د هغې هڅه، جرئت او پرخپل ځان باور، ور ته نور هم ورنږدې كړى وم.

زما سګرټ څكل يې نه خوښېدل، خو دا يې نه راته ويل، چې سګرټ پرېده، ځكه داسې احساس مې كاوه، چې هغې په داسې ويلو نه خپه كولم. خو كله كله به يې، همدا چې دفتر ته راورسېدو، زموږ يو بل همکار ته، چې هغه هم زيات سګرټ څكول، ويل: (( ته او صبور ريل ګاډي ياست، ټوله ورځ تاسو ياست او سګرټ څكول.))

كله كله به د هغې دې خبرې هڅولم، چې سګرټ پرېږدم، خو ډېر ژر به مې يوه بله خبره زړه ته لاره وكړه: (( سګرټ خو به پرېږدم، خو بيا به دا خبره څوك راته كوي، چې: (( ريل بيا چالان شو.))

د هغې له خولې دا د ريل بيا چالان شو، خبرې ډېر خوند راكاوه او نه مې غوښته، چې د هغې د اورېدو خوند له لاسه وركړم.

د هغې خوش سليقه ګي او ځان ته رسېدنې، د هغې بل کمال و، خو ما ته يوازې په زېړو جامو كې ډېره ښكلې او ښه ښكارېده، څو پلا مې دا خبره ورته وكړه، چې په نورو جامو كې ښه ښكارې، خو زه دې، چې په زېړو جامو كې ګورم، روحي ارامي ترلاسه كوم. زما له دې خبرې سره به هغه په خندا شوه او وبه يې ويل: ((خاينه! ته خو هيڅ سليقه نه لرې.))

يوه ورځ هغې يو څه په غوسه راته وويل: (( اخر ته مدير يې، داسې خړپړ او بې سليقې مه ګرځه، لږ خپل ځانته رسېږه.))

خو ما دا دى ترننه هم داسې كوښښ نه دى كړى، چې په موډ برابره دريشي وكړم او يا روښانه رنګداره يخن قاق واغوندم. بده خو لا دا، چې هغه هم ډېره په دې ځورېږي او كله كله راته غوسه هم پرې كوي، چې ولې زه له دريشۍ سره كرميچې او يا ساقداره بوټان اغوندم.

ناجيه ډېره با استعداده او پركاره وه، پر دې ډېر خوشاله وم، چې هغې په خپلو هڅو وخت په وخت ارتقا كوله او دا راته خوند راكاوه، چې ورته ويل مې، زه درسره يم، امر ستا منډې زما. هغه به هم خوشاله وه، خو هيڅكله يې هم كوښښ نه كاوه، چې زه دې په ډېر كار ستړى شم.

هغې زما خپګان نه غوښت او ما د هغې. د يو بل د خوشالۍ لپاره مو د يو بل ځينې خبرې هم زغملې، خو نپوهېږم ولې هغه كرار كرار لا پسې جدي كېده، ژر په غوسه كېده او په مالي چارو كې يې ډېر حساس برخورد كاوه. موږ دواړه يوه جمعه بعد په دفتر کې نوكريوال كېدلو او د جمعې د ورځې مصرف ډېر ځله ما سره او كله كله به هم له هغې سره وه.

سبا ته جمعه او د هغې نوكري وه، په تېره جمعه كې ما پنځه ويشت روپۍ زياتې لګولې وې او هغې څو واره راته وويل، چې د مصرف پنځه ويشت روپۍ كمې دي، هغه پوره كړه، بيا يې راكړه. ما هغه پيسې پوره کړې او ور مې كړې. په دې مې زړه يو څه مات شو، په دې نه، چې ولې مې پنځه ويشت روپۍ زياتې لګېدلې وې او تاوان مې وركړ، خپه په دې وم، چې ولې يې دا خبره راكلكه کړه او ويې ويل: (( زه پوره پيسې غواړم، تا خاني كړې، تاوان يې پخپله وركړه.))

مياشت وروسته، چې دا ځل پيسې له هغې سره وې، پنځوس روپۍ په كې كمې وې، چې ما ته يې راكړې. زما له خولې هسې خبره ووتله، چې ولې دا پيسې كمې دي. زما له پوښتنې سره هغې سمدستي راغبرګه كړه: (( نپوهېږم، چې نورې څنګه لګېدلې دي.))

دې خبرې نه وم ځورولى، چې پيسې ولې كمې دي، خو د هغې دې خبرې ډېر وځورولم، چې په ډېر عادي ډول يې وويل، چې نپوهېږم، څنګه هغه پيسې لګېدلي دي. هغه شېبه خو دې خبرې دومره اغېز راباندې نه و كړى، خو وروسته وروسته يې زړه  را ته خوړ او په خيال كې له هغې سره لګيا شوم: (( هغه تېره جمعه تا د پنځه ويشت روپو په خاطر، كلك ونيولم خو دا ځل، چې تا تر ما دوه چنده پيسې لګولې دي. ځان نه ملامتوې.))

دا خپګان ډېر راسره پاتې نه شو، ځكه ما هغه منلې وه، چې باجرئته، كاريګره او د پاك زړه خاونده ده او ترټولو ښه خبره راته دا ښكارېده، چې زما دوسته د اوچت شخصيت څښتنه وه او داسې ژوند يې كړى و، چې هيچا هم ورته د خو ګوته نه شوای نيولاى.

ناجيه ځکه راته ګرانېده، چې زما د خوشالۍ لپاره يې ډېر څه کول. يو پلا داسې څوك يې مقرر كړ، چې په پوهنتون كې يې درس وايه، خو چنداني سواد يې نه درلود. ما هغه له ځان سره ونيو. خو يوه ورځ مې ځان پر دې ملامت كړ، چې ولې مې هغه راووست. خو بيا هم څه، چې مې زده وو، له هغه سره مې شريکول.

يوه ورځ هغه په مقايسوي ډول زما او د ناجيې ترمنځ د وړتيا خبره وكړه او ويې ويل: (( د متن په لوستلو كې ته تر صبور صاحب ډېره ښه يې.))

هغې يوازې هغه ته وكتل او نور يې څه ورته ونه ويل. تر هغه يو ساعت وروسته زه د سرمقالې په ليکلو بوخت وم، چې هغه راغی او ويې ويل: (( ته مه خپه كېږه! ما خو يوازې دومره غوښتل، چې د هغې صفت وكړم او هغه ما رسمي مقرر كړي.))

د هغه دې خبرې ځكه غوسه راوسته، چې نيت يې راته ښه ښكاره نه شو. يو ماسپښين ما څه پاڼې كتلې، چې هغه برابرې كړې وې. هغه پاڼې د ډېر ايډيت له كبله د قلم په رنګ سرې شوې وې. هره كرښه كې يې پنځه شپږ غلطۍ وې. هغه مې ورته وركړلې، چې د متن سمولو لپاره يې كمپيوتركار ته وركړي. څو شېبې وروسته هغه په بېړه راغى او ويې ويل: ((دا كمپيوتركار ګوره او پر ژورنالست خبرې كول.))

ما وپوښتل: (( ولې څه شوي؟))

ـ  هغه را ته وويل، چې دا متن به دې اول خپل مدير ته وركاوه، چې په كمپيوتر كې يې اصلاح كاوه، يو ځلي كار دوه ځلي راباندې كوې. ستا سر د كار نه دى، چې كار نه درځي، ولې زموږ ماغزه خورې.

ـ دا خو يې بد نه دي ويلي، ته هم منې، چې خطا ستا ده، خو زه كمپيوتركار سره هم خبرې كوم.

زما له وروستۍ خبرې سره د هغه رنګ بدل شو. زه او هغه د ډيزاين شعبې ته لاړو او پوښتنه مې وكړله، چې څه خبره وه. مخکې له دې، چې کمپيوټر کار څه ووايي نورو وويل، چې ژورنالست ملامت دی. هغه سر ښکته اچولی و او هيڅ يې هم نه ويل.

ما ور ته وويل، چې كار داسې نه كېږي، خلك له ځانه مه خپه كوه. دا ستا د زده كړې ورځې دي، هڅه وكړه، چې كومه غلطي در نه و نه شي. هغه بښنه وغوښته او تر ما مخکې د ډيزاين له شعبې ووت.

يو ساعت وروسته مې په خپل كمپيوتر كې د مجلې نوې ليكنې او رپوټونه لوستل، چې هغه راغى او ويې ويل: (( استاده! زه نور په راډيو کې اقتصادي خبرونه نه وايم.))

ما ور ته وويل، چې څنګه ستا خوښه وي، خو د خبرونو له مسوول سره وغږېږه.

ډوډۍ مو يوځاى سره وخوړله، تر ډوډۍ وروسته هغه وويل: (( استاده! زه نور ستړى يم، نور نو دلته كار نه شم كولاى.))

ما پر ولي وډباوه او ورته ومې ويل: (( خپل كار دې كوه، ځان ورسوه، اضافي خبرو پسې ګرځه مه.))

نږدې مازيګر له اداري مدير سره ناست وم او خبرې مې ورسره كولې، چې هغه راغى، خپل موقتي كارټ يې، چې موږ وركړى و، پر مېز ګوزار كړ: (( زه نور دلته كار نه شم كولاى.))

ما ډېر ټينګار وكړ، چې هغه خپل كارټ بېرته واخلي، خو هغه په منډه له اداري دفتر نه ووت. هغه سبا ته رانغى، په بل سبا هم زه منتظر وم، چې ګوندې راشي.

په وروستيو كې د هغه په راوستلو، خوښ نه وم.  ځکه هغه  پسې شا په هر چا پسې خبرې كولې، پلانکی داسې دى او پلانكۍ داسې ده. ټوله ورځ يې غيبت يې کاوه. يوه پلا يې زما د دوستې په اړه هم يوه داسې خبره وكړه، چې قريب و د هغې ناكاره خبرې په سر هغه له ګريوانه ونيسم.

په هغه ورځ هم، زه او هغه د ادارې له مشرې ناجيې سره ناست وو، كه څه هم ما غوښتنه وكړه، چې مشره دې لومړى له هغه سره وغږېږي او بيا زه ورځم او خپلې خبرې كوم. خو هغې ونه منله او موږ يې سره مخامخ كېنولو. هغه خپل ځان ته د برائت وركولو لپاره په درواغ ويلو شروع وكړه. دوه ځلې، چې ما به ويل خبره خو داسې ده، هغه به وويل، هو وبښئ، استاد رښتيا وايي.

مشرې ډېر ټينګار وكړ، چې هغه معاف كړم، خو د هغه درواغو په دې اړه زه دې پرېكړې ته ورسولم، چې هغه معاف كولاى نه شم، خو كه اداره هر تصميم نيسي زه په كې څه نه وايم.

وروسته راته معلومه شوه، له دې كبله، چې ولې ما د هغې په وينا، هلك ونه باښه، سخته خپه شوې ده.

له هغې ورځې وروسته د دې لپاره، چې خپله خپه دوسته بېرته پخلا كړم، هڅه مې كوله، د هغې حتى يوه خبره هم پر ځمكه ونه غورځوم. خو هغې ورځ په ورځې راسره خپګان زياتاوه.

دا هرڅه په ډېره منډه زما له سترګو تېر شول.

زړه را ته وويل، چې دوسته مې په زړه كې راسره پخلا ده، ځكه په دې وروستيو كې زما د ناروغتيا له كبله ډېره خپه وه او زه يې اړ كړم، چې ډاكتر ته لاړ شم. نو ومې پتييله، چې ځان ته د هغې د توجه له كبله خامخا ورته يو مسيج وليكم.

مسيج مې وليكه: (( قدرمنې ناجيې! سلامونه.

له ډېرې مودې مې زړه، ما دې ته هڅوي، چې تا ته دا كرښې وليكم.

له څه كم دوو كلونو راهيسې فكر كوم، چې زه خپله يوه غښتلې، متجربه، پر خپل ځان متكي او بااستعداده دوسته، چې د مشرې خور په حيث مې زړه كې ځاى لري، له ځانه خپه وينم. ايا ته كولاى شې، چې هغه دوسته مې راسره پخلا كړې او هغه دوسته مې بېرته راته راكړې، چې زه هر وخت پرې ډېر حساب كوم.))

پر دې مسيج ډېر وخت تېر شو، خو ما د هغې كوم غبرګون ونه ليد، همدا تېره اوونۍ، چې هغه چېرته روانه وه، ما ورنه وپوښتل، چې ايا زما مسيج دې ترلاسه كړى.

هغې وويل: نه

ـ ما دا لس ورځې كېږي، چې يو مسيج درلېږلى دى. خو ځه له سره به يې درته ولېږم.

ـ مه يې ليكه، همداسې يې راته ووايه.

ـ مخامخ يې درته نه وايم، وېرېږم هسې نه زړه مې مات شي.

ما هملته د هغې ترمخه يو ځل بيا هغه مسيج ورولېږه. خو ونه رسيده، فكر مې وكړ، چې د مبايل حافظه اوږد متن نه شي اخيستى. په همدې فكر مې خپل مبايل هغې ته پرېښود، چې هغه مسېج زما په موبايل كې ولولي.

هغه ورځ زه په كار بند وم او هغه په بېړه له دفتره وتلې وه، ما ورته زنګ وواهه: ((هغه مسېج دې ولوست؟))

ـ ومې لوست، خو خبره په كې ګونګه ده، هغه دوسته دې څوك ده؟

ـ ولې نوم يې ليكلى!

ـ زه پوهه نه شوم!

ـ ته د مسيج د پيل كلمه ولوله، بيا هغه پېژنې!

هغې په كړس كړس وخندل: (( اى خاينه))

ما فكر وكړ، چې دوسته مې بېرته خپله شوه، يو څه روحي ارامي مې ترلاسه كړه، خو لس ورځې ورځې وروسته، چې هغه بېرته له سفر نه راغله، د راتګ په دويمه ورځ يې خپل زړه راكلك كړلم، چې ورشم او ترې وپوښتم، چې زما د دوستې خبره څنګه شوه. هغې مخامخ راته وكتل: (( هغه دوسته دې نه درسره پخلا كېږي، زه دې هغه دوسته، چې ګمان يې كاوه ته به په هر وخت كې د هغې پړه په ځان منې، نه شم پخلا كولاى. ځكه هغې پر تا دومره ډاډ درلود كه كوم قتل وكړي نو پړه به يې ته پر غاړه اخلې.))

زما سترګې راډكې شوې، كومه رواني ناروغي مې، چې درلوده لاپسې زياته شوه. تر ډېر ټينګار وروسته هم هغې ونه غوښتل، چې زما دوسته ما سره پخلا كړي.

نهيلۍ اړ كړم، چې له شعبې يې ووځم. له دروازې چې وتلم، ورته مې وويل: (( ايا رښتيا ته زما هغه دوسته ما ته نه راكوې.))

ـ نه! دا سخته ده، چې هغه دې بيا دوسته شي.

ـ خير! ته خو وايه، خو زه خپله دوسته بېرته ترلاسه كوم.

هغې وويل: ((ځه دا دې زما او ستا ترمنځ چلنج وي.))

۱۳۸۸/۸/۲۳

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki