FANDOM


زموږ د کلي په لوۍ بازار کې د لاری دواړو غاړو ته د ريړۍ (ګاډيو) قطارونه ولاړ دي - څوک سبزي خرڅوي ، څوک ميوه دانه او څوک منياري وغيره - دوۍ دومره ګڼه ګوڼه جوړه کړې وي چې په لاره تګ راتګ اسان نه وي ـ په دې بازار کې يوه زړه غوندې ريړۍ د څه مودې نه اوړي راوړي ـ دا ريړۍ دومره زړه ده چې يوه پايه ئې يوه خوا ته کږه وږه روانه وي اؤ بله پايه ئې بلې خوا ته ، او چې سړے ورته ګوري نو وايي ـ دغه ده راغورزي ـ


چې اوګورې نو په دې ريړۍ کې يو موټے مړاوي باتينګڼ ، يوه لپه ټماټر ، يو جولۍ بينډۍ او يو قوده ګنده نه پراته وي ـ او په زړو خړو جامو کې يو د لوړ قد سړے چې په سر يې زړه خيرنه د کپړې ټوپۍ (خولۍ) او په پښو شليدلې ګنډلې چپل وي ، روان وي ـ لاسونه ئې د ريړۍ په پينډل وي چې ديکه ورکوي ـ په پښو ورو ورو داسې روان وي چې د کمزورۍ نه ټول خوهځي ـ او په سترګو هر خوا اوتر اوتر ګوري ـ سړے نه پوهيږي چې ددې نابلده ماحول نه بوګنيږي ، که اخوا ديخوا ځکه ګوري چې څوک به راشي او دده نه به څه سودا واخلي ـ چې کله زه ماځيګر ماښام په دې بازار ځم راځم نو اکثر ټول د سبزۍ دوکانونه بند وي ـ خو دے کله يو ځائې کله بل ځائې د خپلې ريړۍ شاته ولاړ وي ـ کله چار چاپيره ګوري ، کله خپلې سبزۍ ته ګوري او کله په فکرونو کې ډوب وي ـ او ګوتې شميري ـ ما چې دا ريړۍ او دا سړے په اول ځل او بيا وار په وار يو څو ځلې اوليدلو نو ورته مې فکر شو ـ چې دا څنګه ريړۍ وال ، څنګه ئې سودا او څنګه ئې حال دے؟ پوهـ خو شوم چې د بازار د نورو ريړي والو په شان افغان مهاجر دے ـ خو متوجه ورته ځکه شوم چې نه ئې د نورو ريړي والو په شان کړه وړه وو ، نه ډکه ريړۍ ، نه سمه سودا ، نه سم رفتار ـ او توجه مې هره ورځ په دې زياتيده چې څه وخت به زه ده ته ښکاره شوم نو چې زه به ده ته نزدې کيدم نو ده به په مخ د شليدلي څادر پيڅکه واچوله ـ يا به ئې مخ په بل لوري واړولو ، يا به ئې ريړۍ پريښوه ، يو طرف ته به شو ، چې زه ئې اونه وينم ـ نو په دې زه لا زيات ده ته حيران او متوجه شوم ـ يوه ورځ دے د يو بوډا غريب فقير خريدار سره په خبرو وۀ ـ چې د وروستو نه پرې زه راغلم ـ اؤ چې راتيريدم نو دده څهره مې په نظر شوه ـ او په توره لويه ګيره کې د نيمې نه زيات پټ مخ او ځليدونکې سترګې مې اوليدې ـ سترګو ئې زما په زړه او ذهن د يادونو چپه راوسته ـ خو ما دا سړے پوره اونه پيژندو ـ ځکه چې زه ئې اوليدم نو زر ئې مخ بل خوا واړولو ـ ولې چې ما د يادونو په شيبه کې په ذهن او زړه زور واچولو نو دا سړے راته هغه ليکوال او شاعر ښکاره شو ، چې د افغانستان د ادب او کلتور يو ښاغلے زلمے وۀ ـ چې په حافظه مې زور واچولو نو د افغانستان د لوۍ او مشهور اخبار (هيواد) اؤ د افغانستان د انقلابي حکومت د ورځپاڼې (حقيقت انقلاب ثور) د ادارې نامتو غړے وۀ ـ او چې د کابل مشاعرو کې به خپل کلام اورولو ته پاڅيدو نو د انقلاب ملي جذباتو ، هنر ، فن او ښکلا ګلونه به يې شيندل ـ خو بيا مې زړه ته اوويل چې نه! دا هغه نه دے ـ دا حالت ، دا غريبي ، دا بده ورځ ، دا در په در ، دا ريړۍ ، دا ، دا، دا، دا هغه نه دے - هغه دلته څه کوي؟ هغه پيښور کې حيات اباد کې ، کالونۍ کې ، چيرته د ملګرو يا نورو مهاجرو سره به وي ـ د اکوړي په دې بازار کې په دې حالت کې څه کوي؟ او که هغه وي نو بيا دا زما نه ځان ولې پټوي؟ يوه ورځ چې زه دده د ريړۍ سره تيريدم او دۀ رانه مخ واړولو نو زه ورته اودريدم ـ او تر هغه روان نه شوم چې دے مې سم پيژندلے نه وۀ ـ هو ، دا هم هغه ليکوال او شاعر وو چې ما ګڼلو ـ او له دې نه پس ئې ما سره تګ راتګ شورو کړو ـ او که دۀ ډير احتياط کولو چې ماته خپلې مجبورۍ ، تکليف او کړاؤنه اونه ښايي او هر ځل چې راشي نو ما سره بس ادبي خبرې کوي ـ او بل دا تپوس کوي چې افغانستان کې به کله امن راشي؟ ولي ماته ورو ورو دده د خولې تر يو حده خبرې معلومې شولې ـ دے په کابل کې اوسيدو ـ او چې کابل د کافرو روسيانو د وتلو او د هغو د ملګرو کيمونستانو نه پس د مسلمان جنګيالو د لاسه په وينو اولمبيدلو او په هور سوزيدو نو ده ليدل کتل اؤ اوريدل ـ چې د مسلمان افغان د لاسه د مسلمان افغان ژوند ، ناموس ، سر ، مال ، کور ، دوکان ، ماشومان ، بوډاګان ، بازار ، جومات ، لاره کوڅه او ور در هر څه تالا ترغه کيدل او تباه کيدل ، ولې ده وئيل چې د مرګ د ويرې کور کلے نه پريږدم ـ يوه ورځ دده په کور راکټ راغلوـ دده وريره ئې مړه کړه ـ بله ورځ راکټ راغلو ، دده ورور ئې مړ کړو ـ دده خاندان او ګير چاپيره خلک يو خوا بل خوا لاړل ـ خو دے د کوره بل خوا تللو ته تيار نه وۀ ـ جادۀ ميوند باندې ئې وار بې واوه حملې شورو شوې ـ چې پکې دده وړوکے دوکانګے وو ، هغه هم تالا ترغه شوـ کابل کې دده د مجلس او تسلۍ څوک پاتې نه شول ـ او که څوک وو نو هغه دده نه لری لری سيمو کې اوسيدل ـ او د ګولو او راکټو باران کې هغوۍ ته ورتلل يا د هغوۍ نه خبريدل ممکن نه وو ـ ټوله ورځ او شپه د راکټو ، توپواو ګوليو ډز ډوز دے ، د خلکو ژړا فرياد دے او يا د مسلمانانو غازيانو د لاسه لوټ مار او بدناموسۍ ، په دی لړ کې به هر ماښام د يوی سميې او بلې سيمې د يو کور او بل کور دردناکې او وخشتناکې خبرې خوريدې ـ په دې واقعاتو کې يوه واقعه د کارته سه (دريمې کارتې) ده ـ په يو کور کې يوه ښځه خاوند د يوې پيغلې لور او يو لس کلن زوئي سره اوسيدل ـ چې کارته سه کې په کورونو لوټمار او ناموس حملې پيئل شوې ، نو يوه شپه د هغې علاقې محافظه ټولي (مجاهد) په دغه کور ورغلل ، ښځه خاوند ئې اوويشتل ، د کور ټول قيمتي سامان ، زيورات او نغدې ئې د ځان سره يوړلې او پيغلۀ ئې د ځان سره بوتلله ـ او هلک چې خدائې ساتلو نو چيرته پټ بچ پاتې شو ـ سحر پيغله د ژوبن د سين په غاړه په بد حال او بد احوال کې داسې مړه پرته وه ، لکه چې د شپې ليونو سپو هډګوډ خوړلے وي يا ئې شلولی وژلے وي ـ ددی واقعې حال دې شاعر ته دده يو انډيوال چې په دغو ورځو کې ئی ښاروالۍ سره کار کولو ، اوويئلو ـ او دۀ ته ئی اوويل چې بس نور کابل کې پاتې کيدل بدناموسي ده ـ ځکه اوس د هيچا مال ، حال ، او عزت ناموس محفوظ نه دي ـ ولې چې دغه کور د مجاهدينو د تنظيم همکار هم وو ـ چې د داسې خلکو ژوند او ناموس محفوظ پاتې کيدلې نه شي نو نور خلک څه توقع کولے شي؟ د شاعر کور خو د غريبۍ کور وو ، خو ماندينه (ښځه) او ماشومانې لوڼه ئې لرلې ـ نو د هوډ په ساتنه د ناموس ويره غلبه شوه او دے سحر وختي پل محمود خان نه د يو بکس ، يوې بسترې سره موټر کې سور شو او شپه ئې تورخم ته را اورسوله ـ سحر پيښور ته راغلو ـ ولې پيښور ورته توره تيارۀ وو ـ ځکه چې دلته ئې څوک نه پيژندل ـ د يو مهاجر اشنا درک ورته معلوم وو ـ هغه ته ئې ځان اورسولو ـ خو هغه خپله په ډيره تنګسيا کې وخت تيرولوـ نو دے په هغه ديره نه شو ـ او د اکوړي په نوم او ډاډ راروان شوـ دلته هم نه اسره ، نه وسيله ، نه در نه دمه ـ يو څو واری زمونږ حجرې ته راغلو خو دلته به زه نه ووم ـ نو پټه خلۀ به واپس شو ـ اخر چې تنګ شو نو د يو مهاجر نه ئې په قرض ريړۍ واخسته ـ اود بل مهاجر نه ئې سبزي راوړه ـ او مازيګر به ئې خرڅوله ـ او دغه شان د کرائې ورکوټے غوندې کور او په نيمه ګيډه ډوډۍ خوړلو جوګه شو ـ په دغه دوران کې ئې زما او د هر واقف سړي نه مخ په دې پټولو چې په داسې حال کې ئې ځان معرفي کول مناسب نه ګڼل ـ نن سبا هم په هغه ريړۍ ګرځولو ورته ځان بد نه ښکاري ـ ځکه چې يو خو ورسره بلد شو او بل که د بال بچ سره د يو وخت ډوډۍ خوړلو او د تورو د يشيدلو پاڼو ، بې شودو او بې خوږو چائې څښلو او يو تنګ ترش کور کې د اوسيدلو جوګه شويدے نو ټيکاؤ شويدے ـ که بستره د ازغو ده ، خو دا تسلي ئې شته چې په ځائې خو پرته ده ـ که د افغانستان غم خوري ولې د ناموس ويره ئې نشته ـ د سفر د سقر هسې کړاؤنو ډير زورولے دے ـ او د وطن زبون حالت ئې هر وخت ډير زهيروي ـ ولې د وطن د منيې او خدمت جذبه ئې تند و تيز ساتي ـ ځان د افغانستان د هرې ګړۍ د واقعاتو نه خبر ساتي ـ او د شعر او هنر ميدان کې تر اول زيات پوخ او ګړندے دے ـ د ريړۍ د سبزۍ په تش د نامې امدن او د بال و بچ د ګيډې نه هره ورځ څه پټ ساتي او چې پيښور کې دده د ملګرو د مشاعرې د جمعې ورځ راشي نو په هغې ځان د يارانو ، سيالانو او انډيوالانو مجلس ته رسوي ـ او چې واپس راشي نو داسې تازه او مست وي لکه چې د کابل د دفترونو د چوکيو د هوا نه ئې په غريبۍ او مسافرۍ کې زياته د غيرت او قربانۍ وږمه په مغزو لګيدلې وي ـ هو! سره زر چې هور ته واچوې نو هغه پاسه شي ـ او پښتون چې سختيو سره مخ شي نو جوهر ئې څرګند شي ـ دا شاعر چې کابل کې وۀ نو دده غوندې زلمي په ډيرو نومونو ياديدل ـ چې په کابل کې امتحانونه راغلل او راغلي دي نو اوس دوۍ يو نوم ته خوشاليږي او هغه نوم دے ـ افغان ـ ميرويس ـ احمد شاه ـ چې هلته وو نو ډير بحثونه او تکرارونه به ئې کول ، اوس يوه خبره او يو مجلس کوي ـ امن ، وحدت ، خپله خاوره خپله اختيارـ خدائې دې اوکړي چې داسې وي ـ زه خو ددې شاعر د خبرو ، اشعارو او ارمانونو نه همدا محسوسووم ـ او دا د پرون د افتخاراتو ، د نن د مشکلاتو او د سبا د تقاضو زمزمه ده ـ د کابل په اسمان سرې لمبې خورې دي رانه سوزي که ميوې دي که غنچې دي د تاريخ هاتف په چغه چغه وايي دې تيارو کې د سبا مستې نغمې دي

ستا د زلفو کړکيچن تور تم ته ګورم پکې رنګ د ميمونې د ښکلا دے