FANDOM


زه د واه آرډيننس فيکټرۍ قبلې غاړې ته د لوۍ شاهي سرک په خوا کې په يو کلي کې ميلمه ووم- چې زه په کوم کټ کې ناست ووم ، نو د هغې وړاندې ددې ديرې (حجرې) ديوال و . ديوال ډير اوچت نه و ، نو باهر يوه دروازه لګيدلې وه - او په هغې ليک و (دکتور ګلاب) - ما چې دا اولوستل نو ذهن ته مې دا خبره راغلله چې دا د دکتور اصطلاح خو د افغانستان ده ، نو دا ګلاب ضرور افغانے دے - ماسره کوربه ملک صيب ناست و - د هغه نه مې تپوس اوکړو - چې دا مخامخ کور د چا دے؟ هغه زر ځواب راکړو ، چې دا د يو کابلي ډاکټر دے -

او دې سره د ډاکټر په صفتونو لګيا شو - ؛ خان صاب! دا ډاکټر نه دے ، په خوۍ خصلت فرښته ده ، او په دارو لقمان حکيم دے ، په خلۀ کې شات دي او په لاسو کې ېې شفا ده - د ډاکټر د متازۍ نه ېې خلاص کړي يو - چې دے راغلے دے نو دوا دارو ته څوک واه ته ځي ، نه ټيکسلا ته او نه پنډۍ ته - بلکه اوس خو د هغه ځايونو مريضان دلته دې ډاکټر ته راځي - ما د کوربه نه تپوس اوکړو چې ملک صيب! دا ډاکټر چيرته و او دلته څنګه راغے؟ کوربه په ځواب کې وېئل چې خان صاب! زه پنډۍ ته د زوۍ ملاقات ته روان ووم - ماښام ناوخته چې زموږ ويګن د پير ودايي اډې ته اورسيدو نو دلته زما په زړه حمله راغله ، او دې زړه مې دردونه او ټوپونه شورو کړل - زه په ډير هيبت ددې کشر زوي سره د ويګن نه کوز شوم ، اوهلته په اډه کې کټ پروت و ، په هغې کې اوغزيدم - مرګ راته مخامخ ولاړ و ، او وايم چې دغه دے لاړم - فريادونه مې کول او چغې مې ويستې - په دې وخت کې د خداېې فضل و، زما نيټه نه وه پوره ، دا ډاکټر هلته چيرته ولاړ و ، چې زما حالت ېې اوليدو ، نو زر راغلو ، او ما ته ېې يو ګلاس اوبو سره څه دارو راکړل ، چې هغه زما نس ته لاړل ، نو ورو ورو مې نس هوار شو - د زړه درزا مې کمه شوله او لږ ساعت پس جوړ شوم - ګنې مړ ووم - ددې مسافر هم څه ځاېې ځاېږے نه و معلوم ، او په ما ېې دومره احسان اوکړو نو ما په ډيرو منتونو رضا کړو او ځان سره مې دلته راوستو - دوکان مې ورته جوړ کړو ، برکت او قسمت دده خپل دے ، لږو ورځو کې مشهور شو او دلته پاتې شو - د کوربه په خبرو زما تلوسه زياته شوه - چې زر د ډاکټر ګلاب اووينم - چې دا څوک دے - نو کوربه ته مې اووئېل چې زه دا ډاکټر ليدل غواړم- هغه ځواب راکړ چې ته کيښنه ،زه ورپسې سړے ليږم ، اوس به راشي او ستا به ډير خوښ شي ، ډير خوږ سړے دے خو ما ورته وېل چې نه! زه خپله ورځم - او دې سره ورپاڅيدم- کوربه هم راسره روان شو - هم هلته نزدې يو څو دوکانونه و ، په هغې کې يوه د ډاکټر شفاخانه هم وه - ډاکټر د لس دولسو زړو ، وړو ، نارينه او زنانه مريضانو مينځ کې ناست دے ، په اشارو يو بوډا مريض ته د دوا د استعمال چل ښايي - چې ما اوليدو نو سره ددې چې ږيره ېې پريښودې وه ، او لام لباس ېې هم بدل و ، خو ما د پوزې او سترګو نه اوپيژندو چې دا خو د کابل د چار صد بستر متخصص ډاکټر کرنيل ------- دے - او د پيژندو سره مې پرې آواز اوکړو ، وه کرنيل صيب! دا ته!! هغه سترګې راپورته کړې او يوه لحظه ېې ماته اوکتل او وېوئېل ((هو ، دا زه )) او راپاڅيدو ، جوړ تازه مو اوکړل او يو بل سره غاړه وتو - دې وخت کې ما ته هغه منظرې رامخکې شوې چې دې کرنيل صيب ته به وزيران او ريئسان محتاج و - خارجي معتبرو به په خپلو ډاکټرانو علاج نه کولو ، په ده به ئې کولو - چې د ملک رئيس ته به تکليف پيدا شو ، نو دے به ئې بللو - او يو ځل د اختر په ورځ چې ارګ کې د ټول افغانستان حکمرانان (وزيران ، جرنيلان او معتبران) ناست وو ، او دا ډاکټر رامخامخ شو ، نو ټولو دده د مهارت او خدمت صفتونه کول او نن دا دے په يوه خيرنه کرسۍ ناست دے - څوک ورته دوه روپۍ لاس کې کيږدي او څوک پينځه او څوک لس ، او دی ورته تشکر اووايي او بيا ئې په پردۍ ژبه د دوا په استعمال او پرهيز پوهوي - ډاکټر چې د مريضانو نه فارغ شو نو ماسره هغه ديرې ته راغلو - او ډير ساعت ئې ماسره خبرې کولې - ما تېر وختونه او زاړه ملګري رايادول ، ولې ډاکټر خبره اخوا ديخوا کوله -د تير وخت يادولو په لور نه راتللو - او چې ما بيا بيا دلته د راتلو تپوسونه اوکړل نو هيڅ ځواب ته تيار نه شو - ولې چې ما ورته اووئېل چې ډاکټر صيب! ته ولې خبره اخوا ديخوا کوې؟ په دې حالاتو کې خو ستا څه کمزوري نشته - نو هر څنګه چې وي ، نو د يو بل نه به تپوس خو کوو - نو په دې خبره هغه لږ ببر غوندې شو - او وېوئېل چې په زخمونو به مالګې نه دوړوو - خپه کيږه مه ، د پښتنو تپوس داسې وي ؟ او بيا مسکے شو - او وېوئيل ، تپوس! خپه نه شې ، ته هم د پردي ملک صيب په کټ کې ناست ئې او زه هم دهغه ملک په کټ کې ناست يم - او يو د بل نه تپوس کوو - ته اووايه ، دا د پښتو تپوس داسې وي؟ ما سره د ډاکټر ددې خبرې ځواب نه و ، نو غلے شوم - او فکرونو واخستم نو ډاکټر راته په اوږه لاس کيښودو ، او وېوئېل چې حال؟. حال پوښتې؟ کوم حال؟ دچا حال؟ خفه کيږه مه ، د هغه وزير اکبر خان مينې حال چې ته پکې د پښتني مشر په حيث اوسيدې او نن ئې دا حال دے چې د پښتنو حيا او ناموس پکې محفوظ نه دے؟ د هغه کور حال درته اووايم چې ستا ، زما او د پښتنو د بابا باچا خان به پکې د انګورو د غنچو او دګلونو د وږمو لاندې ناست و ، د احمد شاه بابا د هيواد غم به ئې کولو ، او چې په اخر ځل ترې روانيدو نو يوه جوړه د خړې خامتا جامې ، يو څادر او دوه د کپړې ټوپۍ ئې په المارۍ کې بند کړې او چابي ېې خير بخش مري ته ورکړه چې دا امانت به ته ساتې ، او نن هغه کور په بمونو داسې والوتلو چې اوس خالي ميدان دے ، او د پښتنو د بابا ټوپۍ ، څادر او جامې يا په هور کې اوسوزيدې او يا ټوټه ټوټه ، ريښه ريښه د کور په خاورو ايرو کې لوغړيږي - کۀ د هغه کارتۀ سه حال درته اووايم چې تا سره په بنګله کې هر ماښام د افغانانو سياست مدارانو ، وزيرانو او جرنيلانو ميلې جوړيدې او نن ئې دا حال و چې هر کور کې مور د لور د پاسه ، پلار د زوي د پاسه ، ماشوم د مشر د پاسه مړه او حلال پراتۀ و ، او د جنازې ئې څوک نه و - کۀ د هغه ميکرويان حال درته اووايم چې موږ او تاسو به پکې د ټول هيواد د آبادۍ ، خوشالۍ ، سيالۍ او عزت صلاح ګانې کولې او نن د هغې د بام د چت نه پيغلې ځان راغورزوي او ځان وژني چې حيا او ناموس اوساتي - کۀ د هغه کارته ماموران حال درته اووايم چې موږ به د جمعې په ورځ هلته د استاذ کره جمعه کوله او څه لوئې لوئې منصوبې به مو جوړولې - او نن هلته د نارينؤ په لاسونو او سرونو ميخونه وهلے شول او د زنانه و سينې پريکيدلې - که د خپل چار صد بستر حال درته اووايم چې هم د مريضانو لپاره باغ و او هم شفاخانه او هم د خوند او رنګ ځاېې ، نن هلته په برمو سورۍ شوې سينې ، په چړو مسخ شوې څهرې ، د هور په سرو سيخونو ړندې شوې سترګې ، تالا شوے عزت ، لوټ شوے ناموس راځي - يا مړي دي او لا د مړو غوښې دي يا وينې دي ډاکټر چې له دې ګرمو جذباتو او زخمي غيرت خبرې اوکړې ، نو ما نور د اوريدلو توان اونه لرلو او ورته مې اووېل ، ډاکټر صيب! بس ، بس ، نور مې مه ژړوه - ډاکټر صيب نور هم را اوپاريدو او په يوه ساه داسې لګيا شو ؛ پريږده چې په ژړا عادت شوے ښه اوژاړي - وينې خو لکه د لښتو اوبهيدلې ، چې اوښکې هم لکه د سيندونو روانې شي - موږه اودۀ يو ، اودۀ لا ښه وي ، موږه مړه يو - مړي په هيڅ نه راپاڅي ، خوکۀ دا ژوندي مړي چې په رګونو کې د ژوندو نيکونو وينه لري ، کاش ! چې دوۍ راپاڅي - ما بيا ډاکټر ته اووېل چې بس ، بس او د هغه د پام بدلولو لپاره ما د هغه نه تپوس اوکړو چې ډاکټر صيب! دا ملک صيب دې څنګه د مرګ نه اوساتلو؟ ډاکټر صيب اخر چې ډاکټر و ، نو د جذباتو په طوفان کې موسکے غوندې شو او وېوئېل چې ښه ده ، د نور حال تپوس نه کوې - او توجه مې بدلول غواړې نو ډيره ښه ده ، اوس دا بله واوره - قيصه داسې وه چې په ملک صيب د زړه حمله نه وه راغلې ، د معدې بخار (ګيس) ئې زيات شوے و ، چې ما اوليدو چې په کټ کې پروت دے ، چغې اوباسي او په معده لاس وهي او وائي چې مړ شوم ، نو زه پوهـ شوم چې درد ئې په معده کې دے ، تاته معلومه ده چې زه خو د زړه د مرضونو متخصص يم ، نو ما ېې زر زر نبض اوکتو ، په زړه مې ورته غوږ کېښودو ، په لاس مې ئې د زړه حرکات معلوم کړل - زړه ېې بېخي سم دم روان وو ، نو زر ورغلم او د مخامخ دوا فروش نه مې يو څو د سوډامنټ ګولۍ راواخستې او د يو ګلاس اوبو سره مې ده ته ورکړلې - په هغې دے ښه شو ولې دے اوس هم وايي چې په ده د زړه دوره راغلې وه - ددې نه پس ما تپوس اوکړو چې ډاکټر صيب! دلته څنګه محسوسوې؟ ډاکټر صيب راته پوره بيان داسې شورو کړ چې مختصر حال ئې داسې دے - د چار صد بستر اسپتال د حملې نه پس ډاکټر صيب افغانستان کې نه شو پاتې کيدلے ، نو د يوې ماندينې ، او يو ماشوم زوي سره د کابل نه پټ را اووتو ، څه پياده ، څه سورلۍ ، څه څه ، څه څه ، اخر کرمې ته ئې ځان را اورسولو ، دلته په سده کې دده د ماندينې خيلخانه اوسيده ، هغوۍ سره راغے او هلته نه ئې د خپلو عزيزانو سره په اسټرليا کې رابطه اوکړه ، هغوۍ ورته د اسټرليا د پاره ويزه را اوليږله ، نو ډاکټر صيب اولاد په سده کې پريښود او د ويزې پاسپورټ دپاره اسلام آباد ته روان شو - د خرڅ لپاره ئې د خپلې ښځې ګاڼې (زيورات) او خپله ګړۍ خرڅه کړله ، د ټکټ وغيره لپاره ئې پيسې د ځان سره راواخستې ، چې اټک ته اورسيدو نو دلته پوليس اونيولو -خو ده په دوه سوه روپۍ ترې نه ځان خلاص کړو - ډاکټر صيب ښکلے سفيد پوش سړے و ، نو د چيرته نه چا ګنډکپ (کيسه بر) په نظر کې اخستے دے او د ويګن په رش کې ئې ترينه جيب وهلے دے ، چې دے د پنډۍ په پيربدايي اډه کې کوز شوے دے او په جيب ېې لاس وهلے دے نو ټول رقم او کاغذات ترې نه چا ايستي و - ډاکټر صيب تش لاس ، تش جيب ، حېران دريان ولاړ دے ، په دې کې ورته د موټرانو د اډې مشر ځدراڼ خيال شوے دے - هغه خيال کړے دے چې دا مهاجر ولې داسې ولاړ دے؟ نو راغلے دے او تپوس ېې ترينه کړے دے - ډاکټر ورته ټول حال وېلے دے نو ځدراڼ ورته تسلي ورکړې ده ، چې هيڅ فکر مه کوه ، دلته کې اډه کې شپه تيروه ، اوښيار سړے معلوميږې ، د شپې د بسونو او ويګنو څوکيداري کوه ، چې څوک بم کې نه ږدي - پنځوست روپۍ ورځ به اخلې - په هغې ګوزاره کوه - او د اسټرليا سفارت ته ورشه ، ټول حال ورته اووايه - که هغوۍ درسره څه اوکړي ، بيا هغه شان کوه - ګنې چې څومره موده دلته ئې نو پنځوس روپۍ اخله ، چې څه وخت دې کار اوشي ، يا اونه شي ، نو ستا خوښه چې چيرته ځې ، نو ځه - ډاکټر صيب له دې نه پس شپه په اډه کې تيروله او د ورځې به د اسټرليا سفارت خانې ته ورتللو - هغه سفارت خانې يوه مياشت اوکړولو ولې د ده کار اونه شو - ځکه چې دده سره څه سند نه و ، او هغه چې وو نو هغه خو جيب تراش وهلي وو - اخر چې دے د سفارت خانې نه مايوس شو او واپس سدې ته د تللو اراده ېې اوکړله ، په دې کې پرې ملک صيب پيښ شو او هغه د ځان سره راوستلو - ډاکټر صيب ته خو دنيا تور تم شوې وه ، چې دلته ئې کار روان شو نو فيصله ئې اوکړه چې تر څو په افغانستان کې امن نه وي راغلے ، يا واپس تګ نشي کيدے نو هم دلته به د ملک صيب سره وي ، همدغه وه چې لږ ورځو کې ئې پيسې پيدا کړې نو سدې ته لاړ ، بال بچ ئې هم دلته راوستۀ . اوس ډاکټر صيب د بال بچ سره دلته اوسي اوښې پيسې ګټي . ملک صيب وائي چې ددې نه به ېې هم زياتې پيداکولې خو دے د غريبانو نه فيس نه اخلي او چې د چانه اخلي نو چا ته دا نه وائي چې دومره راکړه ، خو چې چا څومره ورکړې ، دے ئې په شکريه قبولې کړي - کوربه (ملک صيب) زموږ خبرې په ډير غور اوريدې ، چې پوهـ شو چې خبرې خلاصې شوې نو ما ته ئې مخ راواړولو او راته ئې اوئېل چې خان صاْب! ته زما او د ډاکټر په مينځ کې فيصله اوکړه ، څه فيصله؟ هغه ځواب راکړو چې موږ ددې کلي او علاقې مشرانو فيصله کړيده چې دا ډاکټر صيب واپس افغانستان ته نه پريږدو ، دلته ورته اسپتال جوړوو ، ښه بنګله جوړوو ، او دومره ښه کار به ئې روان شي چې مزې به کوي ، خو دے راته وائي چې دا خو خواري ده ، که بادشاهي هم وي نو د خپل وطن د فقيرۍ نه به ئې زار کړم - دلته ډاکټر صيب را اودانګل ، وېل ئې چې زه ورته د احمد شاه بابا دا شعر وايم چې د ډهلي تخت هيروومه چې راياد کړم ------ زه د خپلې پښتونخوا د غرو سرونه ما چې دا واوريدل نو ډاکټر صيب ته مخاطب شوم ؛ ډاکټر صيب! دا ځائې خو د مارګلې نه دې خوا دے ؛ په دې اوريدو ډاکټر صيب بيا تک سور شو ، او وېوئېل : څه دې اووې؟ مارګله؟؟ خپه نه شې ، د مارګلې په خبرو دې کابل کې هم زموږ جذبات رالړزولي دي ، مشران متل کوي چې ؛ کارغه تر ځاېې تير شو، هسې کران کران کوي ، خپه نه شۍ ، سترګې اوغړوۍ ، دا حال مو څه دے؟ څه درسره اوشول! څه درسره کيږي ؟ څه شوي! څه کوۍ؟ خپه نه شۍ ، کلي کې ئې څوک پيژني نه ، او وايي وسله مې د ملک کره کيږده ؛ . چې ډاکټر صيب خولۀ په دې ډول بيا پرانيسته نو زه پوهـ شوم چې دده د ننګ جذبات مې بيا را اوپارول ، نو ورته شورو کيدم ؛ کرنيل صيب! خبره داسې ده ، چې هغه زما د خلې نه خبره واخسته او داسې لګيا شو ؛ کرنيل ، جرنيل په افغانستان کې پاتې شو ، دلته کابلے ډاکټر يم ، خپه کيږه مه ، زړې خبرې مه کوۍ ، نن اوګورۍ ، ښه اوګورۍ ، چې دا څه حال دے؟ تاسو لا هغسې په مارګله مارګله چغو مست ئېۍ ، چې نه پوهيږۍ ، څه درسره اوشول او څه درسره کيږي؟ آسمان ته مه ګورۍ ، د خپلو پښو لاندې مزکې نه ځان خبر کړۍ - خپه شۍ ، تاسو په چيغو مست ئېې ، او په کور مو چغې اوشوې - عفوه غواړم ، خپه نه شې ، د مارګلې کنډاؤ ته مو سترګې اووتې او چې کندهار کنډر کنډر شو ، نو هغه مو سترګو کې نه غړيږي ،بيا عفوه غواړم خپه نه شې ، خوبونو ته ټوپونه وهۍ ، او چې په ويښه درسره څه کيږي ، په هغې نه پوهيږۍ - زما د مور باهو ، چيرې به وو - خو نن مې د خور د سر شال تار تار شو - در په در ګرځي ، فکر اوکړۍ ، چې څه وۍ او څه شوۍ او څه واېۍ او لا هغسې څه کوۍ!! د ميرويس مقبره ، کورنو او باهرنو ګورګينانو په سپيرو قدمونو اوشرموله ، د لوۍ احمد شاه بابا د مزار ګنبت او د قبر غلاف په ګولو سورے سورے پروت دے ، د غازي امان الله خان د استقلال مناره د يلغرګرو د لاسه په وينو اولمبولے شوه ، د تاريخ انغري ساړه ، د غازيانو قلاګانې ورانې ، د درنو ټبرونو عزتونه لوټ ، د ميړنو خونې تالا ، د سپين ګيرو ږيرې اوشوکيدې ، د ميرمنو پڼوني بازارونو کې خرڅ شول ، د زلمو د وادۀ په شالونو او د غزا په شملو غليمانو ناوله پوزې پاکې کړې ، د پيغلو خويئندو غنچې غنچې څڼـې په خاورو کې راښکلے شوې ، او څه اونه شول؟ څه نور پاتې دي؟ چې اوشي؟ ډاکټر صيب نور هم څه وئېل خو ما ېې مخه اونيوله او ورته مې اووېل چې ډاکټر صيب! خېر دے ، شخوندونه دې پرې ډير اووهي ------- دا زهرموره څوک هضمولے نه شي ډاکټر صيب چې دا واوريدل نو بيا رانيغ شو او شورو شو ، ؛ منم چې موږ څوک هضمولے نه شي ، خو خفه کيږه مه ، په شعرونو وئېلو نه کيږي ، په عمل کيږي . عمل چې نه وي نو تش شعرونه قام نشه کړي . شعرونو ته واه واه کوي ، چق چقې کوي او ورته ګډيږي . خو عمل نه وي نو فايده هيڅ نه . دا چې تا دا کوم شاعر شعر اووئېلو ، ده دلته ډيرې چغې اووهلې ، بيا ورپسې هلته موږ ته راغے ، او هلته چې په مشاعروکې مست شو نو وېوئېل ؛ چې د غيرت د سرې ډولۍ سره درغلے نه يم ملګرو واورۍ پښتنې به زيږولی نه يم لر او بر قام په سرۀ ډولۍ مست شو ، خو اوشول څه ؟ اوشول دا چې سرۀ ډولۍ راوړل خو لويه خبره ده ، چې دا شاعر واپس راتلو نو هغه د لياقت باغ د شهيدانو په وينو لړلې جامو کې چې افغانستان ته راغلے وه ، هغه ئې هم د ځان سره رانه وړلے شوې ، او خفه کيږه مه ، د خوشال بابا قبر ته ورشه ، د لوۍ ننګيالي پښتون په قبر چا د ننګه شرمه خو ګنبت جوړ کړے دے ، خو نور داسې پروت دے ، لکه ميرات . هلته اوبۀ نشته ، چې څوک بابا ته لاړ شي نو تږی واپس راځي ، او چې د قبر کوم تعويذ ورته د کابل پښتو ټولنې راليږلے و ، د هغې قيمتي کاڼي خلکو پټول نو اوس ئې د اوسپنې په پنجره کې بند کړيدے . په ژوند د مغلو دښمنانو د لاسه قيدي و او په مرګ د پښتنو غلو د لاسه بند دے - او بيا عفوه غواړم ، خپه نه شې ، نو ستا د خاطره به داسې اووايم چې موږ هم مارګلو ته ګورو ، هم د پردو سرو ډولو ته خوشاليږو ، هم د مخفي صيب د کشمير نه تر چترال ترانو ته مستيږو ، هم د غني اے زما وطنه ته لستوڼي غورځوو ، کله هم د خېبر سندرو ته چق چقې کوو ولې ځان ته نه ګورو چې موږ څه يو ، کور ته نه ګورو چې څنګه وران ويجاړ دے ، ورور ته نه ګورو چې څه رنګ نت پرک او تس نس دے ، قام ته نه ګورو چې څنګه په بيلو بيلو لارو روان دے! نه مو يوه جرګه شته ، نه مرکه ، نه صلاح ، نه مشوره ، نو يو مشر کشر ، خو د هوس په نيلي سوارۀ يو ، د غرض ميدان کې د نفاق او انتشار منډې وهو ، د پښتو ، پښتون ، قام او تاريخ نه مو د بزکشۍ سخے جوړ کړيدے ، څوک ئې يو خوا راکاږو او څوک ېې بل خوا ، موږ هر يو په دې مست يو چې زه ښه چاپ انداز يم ، ولې د قام هډوکي مو ذرې ذرې کړه ، څرمن مو ورته ريښې ريښې کړه ، او لا نه پوهيږو!! هر يو په خپل حال مست يو ، دلته هم دا حال ، هلته هم دا حال ، او هر ځائې دا حال ، وخت رانه پوزه پريکړې ده ، او موږ نتکۍ نتکۍ کوو - ما د ډاکټر له دې وينا نه پس هغه ته اووئېل چې بس نور مې مه ملامته کوه ، ډاکټر صيب! ته هم خپه نه شې ، دومره مايوسه کيږه مه ، موږ يو تاريخي قام يو ، او د تاريخ ډير زخمونه مو ليدلي دي ، کله زخم کله ګل ، انشاء الله ، دا نني زخمونه به هم خداېې ګل کړي ؛ ډاکټر صيب چې دا واوريدل نو په ډير اعتماد او زور سره ئې اووئېل ؛ زه هم چې د فکر اس په دې خوڼي ميدان کې ډير اوځغلوم نو اخر دې مقام ته اورسم چې موږ به بدل شوي يو ، خو وينه مو هغه شان سرۀ ده ، ولې ورسره د تاريخ په لمنه کې دا ليک هم ښکاره شي چې د تاريخ په څلو هغه خلک ګلونه ږدي چې د وخت په چغه را ژوندي شي ، ګني دا څلي په مړو قامونو راپريوځي ، ترې لاندې ښخ شي او ورک شي -

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki