FANDOM


يو پهلوان سړی و، په ونه داسې دنګ چې په هره ډله کې به دی اوچت ښکارېده. ښايسته مخ، پراخ تندی، د وچولي په مېنځ کې يو شين خال. د ده نوم لکه چې حبيب الله و خو خلکو کندهاري خان باله. دی خدازده په کومه ګناه کتغن ته فرار شوی و خو د بغلانو په زاړه ښار کې اوسېده. ده ته صرف دومره اجازه وه چې کندز او خان آباد ته لاړ شي. ځوانمرده سړی و او دده حجره به تل ډکه وه، يوه ژوره څا يې کيندلې وه چې په اوړي به ټولو ګاونډو ورباندې چړچې کولې. د څا څنګ ته په دوو لويو چاټيو کې د روژې په مياشت کې يخې شړومبې وې چې هر مازيګر به خلکو ورنه وړلې. کندهاري خان شنه چپنه اغوسته، سپين آس يې درلود چې بزکشۍ ته پرې ته. اتلس يې غواوې وې چې شودې او شړومبې او کله لا هم کوچ د مساپرو او ګاونډو روزي وه. کندهاري خان دومره بې بدو او په خلکو منلی و چې هېڅوک نه پوهېده چې ولې فرار شوی و. ده خپله په دې باب هېڅ نه ويل. خلکو به د حيا نه هغه نه پوښته، مګر د آوازو او پس شا خبرو هنګامه ګرمه وه، کندهاري خان سړی وژلی، په چړې يې په اوږدو دوه ځايه کړی و. کندهاری خان لوی غل و او داړې يې ساتلې، کندهاري خان د تربور د لاسه فرار شو. کندهاری خان ياغي شوی و او د ښار ګودام يې چور کړی و. کندهاري خان بې آزاره مېږی دی، هسې د بل چا په لمسون نايب الحکومه ونيو او درې کاله زنځير او عُراب و. بيا يې ورته وويل چې يا دې اعداموم او يا شل کاله کتغن ته فرار شه. په دې کې کالونه کالونه تېر شول او کندهاري خان زمکې واخيستې او داسې مشهور خان شو چې په کتغن کې ټولو پېژانده. د زامنو ژبه يې بدله شوه او د ساپو په شان پښتو يې ويله. ګلګی سخی شو او دوبی اوړی، نور نو کندهاری خان کتغني شوی و. په شلم کال د ده د عفوې فرمان راغی. خلکو خان ته وويل چې څه کوې چې کندهار ته ځې. خدای همدلته هرڅه درکړي. خان ويل، يو ځلې خو ځم، چې د پاشمُل شونډي خاني انګور وخورم او د خپل کارېز يخې اوبه وڅښم او رڼې تيږې يې په لاس وسرويم، بيا بېرته راځم. کندهاري خان خپلې ټولې زمکې دهقانانو او محتاجانو ته ورکړې، آسونه يې خلکو ته سوغات ورکړل، د کور سامان يې په ګاونډو ووېشه، پېورې غواوې يې کونډو رنډو ته ورکړې، باقي يې حلال کړل او درې شپې ورځې يې خېرات وکړ. د تګ په ورځ يې لوی سرويس کرا کړی و او د خدای پامانۍ دپاره يې د کتغن نيمايي مخور راپنډ شول. کندهاري خان دا ځلې د يوې زړې زري خولۍ او تورې لونګۍ او په مريو جړاو زاړه څادر او زري پټو سره راووت او خلکو ته يې وويل: ‘‘ وروڼو تاسو دې شاهد وی چې په همدې جامه کې راغلم او بېرته په همدې جامه کې ځم. خدای دې ګواه وي چې نه مې شی راوړ او نه مې يووړ، د خدای نعمتونه وو، ښه پرېمانه مې هم پخپله وخوړل او هم په نورو. اوس درنه ځم، خدای دې کتغن په تاسو پېرزو کړي.‘‘ د همدې سره خان لاړ يو کال، دوه کاله، درې کاله، لس کاله، بيا کندهاری خان چا په سترګو ونه ليد.

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki