FANDOM


د هغه خپل نوم « حمید الله » و ، خو د کلي په لویو وړو کې په کوګا ( کوږ ) مشهور ؤ . د ورکوټیوا لې نه یې چې د هرچا د خولې نه همد ا نوم اورید لی و ، نو اوس پې نه خپه کید و . هغه بلکل د ا سې پیکر( فکر ) کا وه چې بس همد ا یې خپل نوم دی . چې د ما ښا م د جمې د را خورید و نه ورو سته به د د ه د ګډ و (میږو) رمه زمونږ د کوڅې د لویې دروازې له مخ نه تیرید ه او مونږ به ورته ستړي مشي کول نو همد ا د کوګا نوم به مو ورته اخیستو . ما په خپله ډ یر وروسته د هغه اصلي نوم هغه وخت وپیژند وچې د ی په نوکرۍ (عسکرۍ) کې وختو .
هغه د شپږ کلنۍ اووه کلنۍ نه د پلا ر سره خپله وړه شا ن رمه ګۍ چې د ګډ و شمیریې د ومره ډ یر نه و، هره ورځ سها روختي غره ته بووله او د ما ښا م په خړه کې به کورته را تو . د کلي ډ یرخلک یې نه پیژند ل ، خوهغه که چا لید لی و او یا نه ، په نا مه هر چا پیژند و . ډ یرې خبرې یې نه کولې او یا د ا چې نه به یې شوې کولا ی . که د چا سره به په لا ره یا غره کې مخا مخ شو نو یوا ځې به یې ورته خوله چینګه کړه ، د مخې غټ غټ غا ښونه به یې ورته وپړقید ل او په ټیټ اواز به یې پخپخۍ غوند ې خند ا هم وکړه . اورمیږ او ملا دوا ړه یې کا ږه وو او په لا ره چې به روا ن ونو کوږکوږ(کوګ کوګ) به تلو . ملا یې د مخ لورته کږه وه او اورمیږ یې ښي اړخ ته ، نو ځکه ورته ټولو کلیوا لود کوګا ( کوږا ) نه ویل . د تګ په وخت کې به یې سر له نور وجود نه مخکې روا ن و. نورې خویند ې ورونه یې نه لرل او د مورـ پلا رسترګې یې یوا ځې همد ه ته غړید ې .
*****
چې را ځوا نکی شو او رمه یې پخپله پوولا ی شوه نو د مور او پلا ریې ډ یر زړه کید و چې په کومه جینۍ ورله جرګه وکړي ، خو د یوې خوانه د کوګا کوږ ووږ وجود او د بلې خوانه دهغوی غریبۍ ورته جرأ ت نه ورکاوه چې د چا لور وغواړي . بیا هم تمه یې درلوده چې خد ا ی پا ک به ورله د زوي کور ود ا ن کړي .
که کا ږه شپون به خپله رمه په ښو ښو ورشو ګا نو او څړ ځا یونو کې څروله ، چې د میږو شمیر یې پسې ورو ورو زیا تید ونو پلا ریې هم نا را ستي نه کوله . هغه خپلې د وه د رې اوي کنئ (تراوبولا ندې واړه واړه پټي) ښې په درز کې کرلې ریبلې . یا نې یوځل شود یاره شوې ځمکه به یې ورله څو څو وا رې او بیا بیا ځلې ښه ژوره ییوه (قولبه) کوله ، لوټې به یې ورله میده کولې ، ما له کوله به یې ، په سره به یې مړوله ، للون کوله به یې اوکلکه سا تنه به یې ورله کوله . نوغله به یې ځکه د ومره ډ یره وه چې د درې واړو به ښه تر بسه پورې د یوه فصل نه بل ته رسید ه . د ګد و شوده یې لا سربا ری وو . د کوګا پلا ربیا ښه سیکه نا ک سړی و. له ونې نه لوړ،غنم رنګی او ښا یسته د ړه ( وجود ـ با ډ ي ) یې د رلود ه . ټول عمر یې پسته او سمه خوله خوځوله . هیڅکله یې د چا زړه نه وبد کړی . د چم ګا ونډ خلک ترې ډ یر خوښ وو اومونځ به یې تل په لوي جوما ت کې په جمه ادا کا وه . بیله شکه چې یو د خیرښیګړې اویو د روند خویه سړی ؤ .
له مشرا نونه مواورید لي وو چې ویل به یې : د خد ا ی او د بنده اراده یو شا ن نه وي . د خد ا ی کړه وو د کوګا پلا ر اومور یوپه بل پسې په پله پسې توګه مړه او په څلویښتۍ کې سره شریک شول . هغوی خو نور د بښلوشوي وو، لیکین کوګا غریب یې ځا نله او بې وا ده پریښود و .
*****
کو ګا ته د نورو کړا وونواو خوا ریو نه برسیره د اخلي پخلي غم هم ورپه غا ړه شو . هغه به یو ما ښا م او بل ما ښا م ځا نله په تبۍ او کله کله د ګا ونډ ۍ میرمنې په مرسته په تنا ره سوکړ کا ن یا ډ وډ ئ پخولې اود ځا ن سره به یې په د سترخا ن کې غره ته وړلې . چې غرمه به یې رمه د چینې څنګ ته پنډ ه کړه نو ده به هم خپل دسترخا ن را ایله کړ . د غرمې خو یې لکه د پخوا په شا ن سړه په غره کې اود ما ښا م هغه یې څه نا څه لږه ګرمه په کا له کې وه ، خو د د ې نه به خد ا ی خبروي چې هغه به خپله دغه ما ښا منۍ غله په څه پورې خوړله . سپوره (وچه) به وه که د نګولي(کتغ) سره ؟ د سها ر چی (چا ی) یې هیڅکله ، ان د مور اوپلا ر په ژوند هم نه د ی څښلی . « ګډ به »(شپون ـ چوپا ن ) خوارکی د چا ی سره هیڅ بلد نه وي ، خوکه د پیو (مستو) کټۍ ته به یې وا رسا ز شو نو بیګا نی سوکړک به یې په کې ښه میده میده ما ت کړ او وه به یې خړپا وه .
*****
دمور اوپلا رپه ګور اوکفن کې خویې کنئ ګا نې (د کروند ې واړه واړه پټي ) ترې د برکلي ملک کا کا په شرعي قواله خپلې کړې وې . د اوي (تراوبولا ندې) پټي د د رمنده تمه یې غوڅه شوې وه ، خوچې په میږویې « ا می » (د میږو یو ډ ول مرض دی لکه د غویا نو د تبخ په شا ن ) را غی نو د کوګا ژوند نور او لا نورهم پسې ولوید . د ا مي د رنځ نه پا تې ګډ ې (میږې) یې ټولې په ډ یره ارزا نه بیه هم په همدې ملک کا کا خرڅې کړې او په عسکرۍ کې یې د پچې د د ورې د تیرولو د پا ره ترې خپل جیب خرڅ (د جب پیسې) پوره کړ .
بیا هم بخت ورسره څه نا څه یا ري وکړه او عسکري یې په خپل کلي کې شوه . په د ې کلي کې یو کنډ ک عسکروو چې د رې ټولي ترې جوړشوي وو. هر ټو لی سل سل تنه وو . د د ې کلي ځوا نا نو به خپله عسکري ا کثره وخت په همد ې خپل کلي کې تیروله . لا مل یې د ا وچې یو وخت د د ې کلي خلکو د حکومت د پا ره ډ یره قربا ني ورکړې وه . د وی د غرونو او حا شیو د خلکوهغه یرغلونه په شا تمبولي ووچې په د ې کلي او د د ې ځا ی په حکومت به یې کول .
کوګا شپون اوس د ورځې هم کله کله په کلي او وخت نا وخته په با زا رکې لید ل کید و . عسکري د ریشي به یې اغوستلې وه او ځا ن ته به یې ښکته پورته کتل .
یوه ورځ چې ترې ثوا ب ګل د وکا ند ا رتپوس وکړ چې کوګا جا نه په کوم ټولي کې عسکریې ! نو د ه خپل ټولی نه پیژند و، زر یې په خبره را منډ ه کړه : یا ره ثوا به ، د فضل جا ن په ټولي کې یم . فضل جا ن د د ې کلي یو تکړه او لوستی ( با سواده ـ د پړ نې والا ) ځوا ن و چې د د ه سره په یوه ټولي کې عسکر(سرتیری) ؤ . د ی نور نه پوهید و چې په لومړي ټولي کې ، که په د ویم او یا د ریم کې د ی خو فضل جا ن یې ا سا ن ا د رس و .
*****
د وه کا له عسکري یې هرڅنګه چې وه ، تیره شوه او ترخیص یې وا خیستو . ترخیص خو یې وا خیستو ، لیکین د د ه د پا ره اوس کورته د تګ نه عسکري چوڼۍ ( قشله ) ښه وه . په هغې کې تیا ره کا روا نه (عسکري ډ وډ ۍ ) ، خړه د ریشي او تک تور بوټا ن ورکول کید ل . اوس ا صله خبره د ا ده چې په کورکې به څه خوري څه څښي (سکي) ؟ ځمکه او میږې خو یې د برکلي ملک کا کا خپلې کړې د ي . عسکري ښه وه که بده ، سخته وه که ا سا نه ، بیا هم ګوزا ره یې په کې کید له . هغه اوس بې د ګډ به توب نه یا نې بې د ګډ ود پوولو او رمې د سا تلونه بل هیڅ کا رهم نه شي کولا ی .
ملک کا کا خو ورته مخکې له مخکې ویلي وو چې عسکري د ې خلا صه شوه نو را ځه زما سره مزد ور شه ! ښه خوشا له به د ې سا تم اوته به هم زما لویه رمه « خد ا ی د ې د بد و سترګو وسا تي » په ښو ببرو ببرو ورشو ګا نو کې څروې . لا که سلا د ې راغله اوشرعي وثیقه خط د ې را کړ چې ټول عمر، ا ن ترمرګه به زما په کور کې اوسیږی نومشره لوربه مې هم د رته په نکا ح کړم .
*****
کوګا چې له عسکرۍ نه خلا ص شو نو بله چا ره یې نه وه بیله د ې چې د ملک کا کا په کور ورننوځي . دهغه لور که څه هم لس یوولس کا له د کوګا نه مشره وه ، خو د ه خوارکي نور څه کړي وا ی؟ مشره خودې ترې وا ی خیردی ، لیکین په مرۍ کې یې غټ غور (جا غور) ، شونډ ې یې لکه د خړتم په څیر ښکته را ځنګید لې او بې جوړې پیړې
( پنډې ) وې . خو کوګا بیچا ره هم په خپله کوږ ووږ و نو . بس د ملک کا کا هرڅه یې قبول کړل .
*****
کلونه کلونه واوښتل ،خو د کوګا د کوټې په کونج کې ما شوم ونه چنګید و. د تقد یر کا رونه وو. د ورځونه یوه ورځ کوګا د غره د یوه تړنه را ختا شو ، خو ځا ن یې د ګورګورې په یوې ونې پورې ټینګ کړ. ښکته ونه غورځید و،لیکین د ګورګورې د ونې ځا ی ته چې را رسید و نو د پښو د واړه ځنګنونه یې ما ت شوي وو. نورشپا نا ن چې د هغه د رمې په خواوشا کې یې رمې پوولې(څرولې) ترې خبرشول . هغوی ورله سمد لاسه د کلي نه کټ را وغوښتواو کورته یې ورسا وه . ډ یره موده د پښود لاسه په کټ کې ناروغه پروت و او نور د ملک کا کا د رمې د سا تلونه وتلی و. د وه ، د وه نیم کا له وروسته پې د ا سې وخت هم راغی چې کوګا نور هغه د چا خبره د لا ده با ده پریوت ، وګړبید واو ان تر د ې چې مرګ ورته هره ورځ د روازه ټکوله . مخکې به لا جوما ت ته ورو ورو ورټپید و، خو اوس د کټ نه هم چند ا نې نه شي پا څید ا ی .
دملک کا کا غورۍ لور چې اوس هغه هم نیژد ې زړه شوې وه او په مرۍ کې به یې په « خر خرو» خبرې کو لې ، په خپل میړه نوره تنګه وه . ملک کا کا چې د کوګا د پلا ر نه مشرو او اوس یې عمرخوړلی و، هم په کوګا پسې را خیستې وه . هغه یې یوه د قیقه (میلټ) آ رام نه پریښو د و .
*****
د ورځونه یوه ورځ د سها ر د ما نځه د جمې د دوا ( د وعا ) نه وروسته ، ملا صیب یو ځل بیا لاس پورته کړل او د وا یې وکړه : « د کو ګا په حق کې به هم لا س پورته کړو ». هغه خپل پور پوره کړی . خد ا ی د ې وبښي . ا مین .
چې د ما سپیښیم د ما نځه نه وروسته د « کا ږه شپا نه » ځنا ځه وا خستل شوه اوله کوڅې نه ووتله نو ما شوما ن په خپل منځ کې ښه په زوره زوره لګیا وواو یو بل ته یې ویلې چې : د کوګا غریب په مرۍ یې ښځه او سخر(خسر) د وا ړه ور پریوتي او ساه ـ قد م یې ورله یوځا ی کړی د ی . د کوڅې او کلي غټا نو به هم همد ا سې خبرې کولې ، خو د هغوی به د ملک کا کا د ویرې نه غلې غلې او پټې پټې وې . « پا ی »

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki