FANDOM



نفس مې بند يږي.. پوزه مې بنده ده. زه وايم زړۀ مې چوي. يوه ذره تازه هوا غواړم . کړکۍ

ټولې بندې دي . پنډې پردې ور پورې کش دي . د رڼا او هوا د لگيدو لارې يې نيولي دي .

. يو غټ تورمچ کله په يو ديوال او کله په بل لگيږي اوبيا زر پټيږي

د پردې يوه څنډه ورو پورته کوم . دوړي ورنه لټيږي ، خولې ته مې ننوځي . د پردې تر شا

ښيښه په خيرو او دوړو توربخونه شوې او بهر ورنه نه ښکاري . د کړکۍ يوه دروازه

خلاصوم . د تازه هوا څپه دننه راځي . بې واکه سر د باندې وباسم اوپه پوزې ساه اخلم. ځان

. سره وايم کشکي مې مخکې کړکۍ خلاصه کړې وای

. د هلکانو خندا اورم

خدازده څه شي ته خاندې ؟

ښکته گورم . کاريگران دي خټې کوي . يو خټو ته ناست دی . بل د اوبو ستل نيولى .څو قد او

نيم قد هلکان هم د کاريگرانو په منځ کې ولاړ دي

که گورم څو کارگران پاس ما ته گوري . يوۀ لاس تر سترگو پورې چتر کړی ، بل خپل يوم

په دواړو لاسونو نيولی اويو بل ناست دی او لاسونه يې پر زنگنو ايښي . يو روان دی خو سر

. يې زما د کړکۍ خواته کوږ کړى

. زړۀ مې گړوپ لويږي . ژر کړکۍ بندوم . پردې کشوم . بيرته په يوۀ کونج کې کېنم

څه کېږي ؟ څه وکم ؟

دوی خو وليدم ؟! چا پيژندلې و نه اوسم . چا ته و نه وايي ؟

****

. څوک دروازه ټکوي . غږ نه کوم . د کور خاوند دی ښايي ليدلې يې وم

د دروازې ټک ټک لاپسې لوړيږي

ټک ټک ټک ټک .........ټک ټک ټک ټک

. بيا غږ نه کوم. څو شيبې چوپتيا ده بيا د پښو غږ اورم چې ورو ورو ليري کېږي

بيا هماغه چوپتيا ده ،هماغه گرمي ، هماغه د يوازيتوب بوی او هماغه سرگردانه مچ ، هماغه

. ديوالونه �او زه

يم مچ په عذابه کړې . دا دريم ځل دی چې په پوزه مې کېني . ولاړيږم او د مخامخ کړکۍ

څنگ ته دريږم . دا کړکۍ دسړک خو ا ته خلاصيږي . دا واري احتياط کوم او د پردې يوه څنډه

داسې پورته کوم چې مخ مې ترې نه ښکاري . ښيښې ډيرې خيرنې نه دي او بيرون ورنه ښه

. مالومېږي

سړک له خلکو ډک دی . راز راز موټرونه روان دي . يو له بله مخکې کېږي . د پياده روو ،

.کراچېو او ماشومانو گڼه گوڼه ده

د سړک په بله غاړه دوه وړې جنکۍ ولاړې دي . د يو بل لاس يې نيولى دى . دواړه هم قد او

اندازه ښکاري . د دواړو په يو لاس کې د سودا کڅوړه ده. دوی د موټرو وار څاري چې له

. سړک نه اخوا واوړي خو دومره په خبرو سره بوختي دي چې پاس نه گوري

شي زه د پردې له هماغې څنډې دوی ته گورم او منتظره يم چې د سړک نه دې خوا تيرې

.جنکۍ هماغسې په خبرو لگيا دي خو يو وارې د سړک په منځ کې راونيږي . د موټرو او

خلکو له منځه تيريږي . يوې خوا او بلې خوا ته اوړي خو لاسونه نه خوشي کوي . دوی د

سړک دې خواته نژدې کېږي او ماته يې څيرې ښه مالومېږي . سترگې مې پر دوى دوو نښتي

دي چې گورم يو غټ جگ سړی ، ته وا د خپلی غټې خيټې ترشا د جنکېو په لور لوی لوی

گامونه اخلي او لاسونه يې دواړو خواو ته داسې خوځوي چې ته وايي د څپو په منځ کې لامبي .

جنکۍ چې سړي سره مخامخ کېږي يوې خواو بلې خوا ته کېږي خو لاسونه نه خوشي

. کوي،غواړي د سړي له څنگه تيرې شي . د سړي له څنگل سره يوه لگيږي ، پر شا غورځي

کې د سودا دوه کڅوړې د سړک په منځ توييږي. کچالان ، روميان او پياز د لارويو ترپښو او د

موټرونو تر ټيرونو لاندې رغړي ؟

جنکۍ دواړه په بيړه او وارخطايي ولاړيږي ، خپلې لمنې ټکوي، يو بل ته او تيتو شويو ترکاريو

: ته گوري. کړکۍ خلاصوم. بې اختياره غږ کوم

! هې جينکۍ

يوه چې کړکۍ ته لږه نژدې ولاړه ده پاس گوري او پر ما يې سترگې لگيږي . بلې ته څه وايي .

. هغه هم زما خواته گوري. دواړه د شونډو په څنډو کې مسکېږي . زه هم ورته مسکېږم

نه شرمېږې لويه ښځه يې ځان خلکو ته ښيې ؟

د غږ لوري ته گورم . يو سپين ږيری د مخامخ کور په تراس کې ناست دی ، زما خواته گوري.

کړکۍ ژر پورې کوم . له ځانه سره وايم : دا څه وشول ؟

. پردې کشوم. د کوټې په کونج کې پر چوکۍ کېنم

. بيا څوک دروازه ټکوي

- څوک يې ؟

. ترور زه يم عبدالله

. عبدالله ما ته ډوډۍ راوړې

. سلام

.سلام . ډيره گرمي ده

: عبدالله وايي

- که دواړه کړکۍ خلاصې کړې ډيره ښه هوا چليږي . خو د کور تر شا کاريگران ښکاري او

.مخې ته خو هم سړک دی .دا پنډې پردې ښې دي دباندې دې څوک نه شي ليدلى

. ! نه ښکارم . مننه