FANDOM


ځان يو ډول پردی ورته ښکارېده . په ټول واده کې ،يوازې دی اومېرمن ېې افغانان وو. که ېې د واده د دې محفل ځينې ګډون کوونکي له ډېر وخت راهيسې پېژندل هم، د پرديتوب احساس پرې غلبه کړې وه


دی په دې پوهېده چې دلته د زړونو د پيوند هغه سپېڅلی او شډل احساس نشته. پنځلس کاله کېدل چې ډاکټر احمدي له هېواده راوتلی و. دلته په يو پرمختللي اروپايي هېواد فرانسه کې استوګنې، هغه په څرګنده توګه ارام او هوسا ښکاره کاوه، خو داسې ښکارېدل چې يو ډول ذهني بوج ېې دی له دننه خوړ او دی پخپله په دې رنځونو ډېر ښه پوهېده . ډاکټر احمدي د عصبي او دماغي ناروغيومتخصص و او سره له دې چې هڅه ېې کوله ، ځان له هر ډول رواني او زهني تلوسو(تشويشونو) او فشارونو څخه لرې وساتي، خو زياتره به دغه کار د هغه له وسه نه ؤ پوره. ډاکټر احمدي نن شپه هم څه عجیبه فکرونو په مخه کړی و. نن په دې واده کې دڅښلو ښه پرېماني وه او دی ېې يو څه شوقي هم و. په داسې حالاتو کې به دی زياتره د ماضي (تېر) له يادونو سره مشغولېده. يوځل بيا د ماضي يادونوپه مخه کړ. د ګڼې ګوڼې له دغې فضا څخه لکه بيخي چې الوتی وي . والوت ډېرې پخواته ، ډېر لرې خپل کلي ته . ... دحيات خان پر زړه بيا ،،ګلونه،، وورېدله. په زړه کې ېې تېرشول .. کاشکې نن مازيګر هغه بيا ګودر ته راشي او داسې موقع برابره شي چې خپل زړه پرې يخ کړم. پخوا هم يو څو ځله هغه دا کار کړی و. د ګودر پر لاره چې به ېې له ورايه په اشاره کې ، د نورو نجونو له ټولي لږ شاته ،،ګلونه،، پدې وپوهوله چې زه درته په انتظار يم او که کله به ګلونه بيا په دويمه پېره هم د مازيګر او ماښام تر منځ داسې وخت ځان ګودر ته برابر کړ چې نورو خلکو به پر دې لاره تګ نه کاوه نو د حيات خان زړه به باغ باغ شو. هغې به دغه ځل منګی راډک کړ او چې په هغه وعده ځای کې به ېې له ورايه حيات خان وليد چې د جوارو د پټي پر پوله به ېې ځان ورته ورښکاره کړ ، نو هغه به ژر له لارې نه کږه شوه. او د جوارو پټي ته به ېې ځان وربرابر کړ. خپل منګی به ېې د جوارو د پټي په يو څنګ کې له سره کوز کړ. هغوی دواړه به د جوارو په پټي کې پټ پټ وړاندې لاړل او بيا به سره اخته شول. ځانونه به ېې په ډېره بېړه وزګار کړل . ډارېدل چې څوک ېې ونه ويني او چې وزګار به شول نو ،، ګلونه،، به خپل منګی بېرته پر سر کړ او ډېره په احطياط به په پټه پټه د ګودراو کلي ترمنځ لارې ته روانه شوه. ښه څار به ېې وکړ او چې باوري به شوه چې پرلارې څوک نه دي راروان، نو ځان به ېې لارې ته برابر کړ او په ګړنديو ګامونو به کور ته لاړه. حيات خان به هماغلته د جوارو په پټي کې لا ناست و او چې هغه به هم ښه باوري شو چې اوس به ګلونه په کور کې لا ناسته وي، نو د جوارو له هغه پټي به په مزه مزه راووت، ځان به ېې په کلي کې د ځوانانود ماښامي کوم بنډار ته ورساوه. دغه د زړه د خوښې چانس به چېرته په څو مياشتو کې يو ځل ورته برابر شو او بيا به ېې ډېره موده زړه پرې باغ باغ و. ،،ګلونه،، د ګل ولي ترکاڼ لور وه او ښکلا که ېې د ډېرې زياتې ستاینې وړ نه وه خو بيا هم په ښکليو کې حسابېدله تورو سترګو ېې نه يوازې حيات خان لېونی کړی و، بلکې د کلي نور ځوانان به هم د شپې د هغې په ياد په خپلو کټونو کې په يوه او بله ډه ډه اوښتل را اوښتل او خوب به ېې ترې تښتېدلی و. د کلي په خلکو کې دا خبره په ډېره پټه خپره وه چې ګلونه د کلي څو زلمو سره جوړه ده او همدغه خبره وه چې کله به د کلي د ځوانانو په منځ کې د پېغلو خبرې کېدې او چا به د ګلونې خبره راياده کړه نو د ټولو خولې به اوبه اوبه شوې. نن د حيات خان پر زړه ګلونه ډېره اورېدله. لوړ مازيګر د ګودر د لارې د شاوخوا پټو پر پولو کله ښکاره ګرزېده راګرزېده. کله خو به ېې ځان په څه کار هم بوخت کړ، لکه چې يا جوار رېبي او يا د جوارو په پټو کې واښه کوي. ډېر وخت وروسته ېې ګلونه د جونو په يوه ډله کې وليده .يو له بله ېې پېژندل هم سخت وو، ټولو به له ځانه لوی تور پړوني راتاو کړي ؤو .حيات خان به ګلونه زياتره د هغې له منګي نه هم پېژندله . هغې ځان د جونو د ډلې شاته کړ. ده ځان ورښکاره کړ او داسې ورښکاره شو لکه چې هغه هم پوه شوه چې نن د جوارو د پټي د منځ هغه خبره کېدونکې ده. د حيات خان د زړه درزا شروع شوه. هغه چې به هرځل ،،ګلونه،، وليده نو زړه به ېې همداسې ټوپونه وهل. تر هغه چې به ېې د جوارو د پټي په منځ کې پر هغې زړه نه و يخ کړی، د زړه دغه ټوپونه به ېې هم نه درېدل. حيات خان هماغسې د جوارو د پټو پر پولو پټ پټ ګرځېده ، کله کله به ېې سر راپورته کړ او د ګړدر د لارې څارنه به ېې وکړه، له ورايه ېې يو تور پړونی وليد چې يوازې ګودر ته را روان و. هغه ورته لږ نور هم ځير شو، د ،،ګلونه،، منګی و، زړه ېې تسل شو، خو د زړه درزا ېې دا ځل د زياتې خوښۍ او تلوسې له کبله وه. ځان ېې يو ډول مطمین احساس کړ ، ښه ډېره موده ېې زړه ټوپونه وهل، د ګودر لاره ېې ددې لپاره اوس له ورايه څارله چې هغه به کله ډک منګی له ګودره راستنېږي . د ماښام تياره نوره خپرېدله . هغه راستنه شوه. دی يو ځل بيا مطمين شو او دا وار ېې د زړه ټوپونه دومره زيات شول لکه چې د هغه زړه بوټ راوځي . هغه د لوې لارې هغې برخې ته راورسېدله چې حيات خان لا مخکې ځان د جوارو د پټي له پولې ورښودلی و. حيات خان خپل شاوخوا ته وکتل . له نېکه مرغه بل هېڅوک نه ښکارېدل او دی نور هم مطمين شو، له ورايه ېې بيا ځان وروښود او دا ځل ېې د لاس يوه لنډه اشاره هم ورته وکړه، بيا ېې وروشان ، لکه له ځانه سره چې غږېږي، ورغږ ېې کړ.. .. راګرځه ،، همدلته يم. خو هغه ددې پټي د پولې برابر له لویې لارې همداسې په بېړه تېره شوه. حيات خان حيران شو ، هغې خو هېڅکله داسې نه وو کړي. په غصه شو، ورمنډه ېې کړه او هغه ېې له لاسه ونيوله. د هغې منګی وخوځېد او اوبه ېې پر هغې او حيات خان دواړو ورتویې شوې، خو منګی ېې له سره راونه غورځېد. نوره ېې هم وخوځوله .. .. د دؤس لورې ! چېرته روانه ېې ؟ هغې مخ ښکاره کړ، له غصې نه تکه سره وه... ښه دا ته ېې!!!.. ځوانيمرګ شې حياتيه ... ته به د ځان سيل وکې.... حيات خان پر ځای وچ کلک شو. زړه ېې وغورځېد، لکه برېښنا چې نيولی وي.. .. په خدای ما وېل ،،ګلونه،، ېې ته مې د خور پر ځای ېې ، تاته نه وم ولاړ. خو هغه غصه وه.. .. ته به وګورې ... ته به وګورې ... ماته دې لاس راواچاو... او بيا په بېړه روانه شوه. حيات خان د لوېې لارې په هماغه برخه کې وچ کلک ولاړ و، لکه چې ساه ترې وتلې وي. د هغې د تګ سره ېې يو ځل بيا خپل شا او خوا ته وکتل . ورو شانته ېې اواز ورپسې وکړ. هېچا ونه ليدې ، هېچاته به نه وایې ! . په خدای که تاته ولاړ وم. ،، ګلونه،، ته ولاړ وم. ما وېل چې ... هغه ده.... د احمدخان ښځه چې دا ځل د کور پر دروازه ورننوتله . نو لکه په منګي کې چې ېې اوبه نه وي راوړي ، اور ېې پر سر ايښی وي. سر ېې دغه اور سوزاوه. حيرانه وه چې دا څه وشول؟ دا ولې وشول؟. منګی ېې له سره کوز کړ. احمدخان په کور کې نه و، خواښې ېې په کور کې يوازې وه او يوکلن ماشوم ېې لا هماغسې ویده ؤ. دا ځل ځکه ناوخته ګودر ته تللې وه چې ماشوم ېې نه ويده کېده او همداسې پرله پسې ېې ژړل، په ډېرو خواريو ېې ویده کړ او نورې ډلې له ګودره راستنې شوې وې چې دا ګودر ته لاړه. د احمدخان ښځې ته هېڅ شي خوند نه ورکاوه. هر کار ېې په غير عادي ډول تر سره کاوه.هېڅ نه پوهېده چې څه وکړي؟ ايا دا خبره پټه وساتي؟ احمدخان ته ېې ووايي؟ که ېې ووایي ، څه به کېږي ،څنګه به شي؟ احمدخان نن ماښام لږ ناوخته کور ته راغی . هماغسې خوشاله او خندان و. کله به ېې مور سره ټوکې کولې او کله به ېې ښځې ته يوه نيمه د خندا خبره وکړه. ډوډۍ ېې وخوړه او چای ېې ښه په مزه وڅښه ، خو د ښځې ټنډه ېې نن بل ډول ورته ښکارېده. احمدخان د شپې خپله ښځه خپل کټ ته وروغوښته.. .. پښې راته لږې زور کړه! ....نن ډېر ستومانه يم. هغه چې به دا خبره وکړه ، نو ښځه به ېې په مطلب پوه شوه چې يوازې د پښو زور ېې مقصد نه دی . ښځه ېې ورجګه شوه . د هغه د پښو په کېمنډلو ېې پيل وکړ، خو فکر ېې ټول د تنکي ماښامي له هغې پېښې سره و. د خاوند په پښو ېې په نه زړه لاس واهه. احمدخان په مينه ناک غږ ورته وويل.. څنګه دې نن چرت خراپ دی مينو! د هغې شونډې ورپېدلې. هسې ...هېڅ هم نه... ماشوم ېې وژړل ، له کټه جګه شوه ، د مېړه د کټ په څنګ کې ېې خپل کټ و. کښېناسته، خاوند ته ېې شاکړه ، لمن ېې جګه کړه او ماشوم ته ېې تی ورکړ. ماشوم ېې تی رودلو او هغه په فکرونو کې ډوبه وه. کله به يو فکر ورغی او کله به ېې بله خبره په سر کې وګرځېده. .. .. که زه هم تيږه پرې کېږدم .. هچاهم نه يم ليدلې ، بس لکه هېڅ چې نه وي شوي... خوخاوند مې ... او هغه حرموني ولې داسې وکړل! ..ميراته دې ،،ګلونه،، شي.. خو که همداسې پټه خوله پاتې شم .... زه داسې لويه خبره څنګه له احمدخانه پټوم....ولې به ېې .... ماشوم ېې په غېږ کې ورته ويده شوی و. د دې تی ېې لا په خوله کې و. احمدخان ورغږ کړ. نه دی ويده؟ مينو لکه چې نه وي اورېدلي. احمدخان سر ورجګ کړ.. مينو لا ويښ دی؟ مينو دا ځل هېڅ هم ونه وېل . چپه خوله ورپورته شوه. د خاوند د کټ لنګې ته کښېناسته او هماغسې په پټه خوله ېې د هغه پښې کېمنډلې. لږه شېبه وروسته احمدخان ورته ووېل. ..ښه ،غږېږه کنه! نن بيخي ګونګۍ ېې. هغې داسې ځواب ورکړ لکه له ده سره چې خبرې نه کوي.. څوک به څه ووايي؟ احمدخان پوه نه شوچې دا ېې زما د پوښتنې ځواب راکړ، که خپله ېې پوښتنه وکړه، خو سرېې ورپسې ونه ګرځاوه. له ځايه نيم راجګ شو، خپل لاس ېې د هغېله ملا نه تاؤ کړاو له ځانه سره ېې څملوله . په غېږ کې ېې ټينګه کړه،ښکل ېې کړه، بيا بيا ېې ښکل کړه. هغه ېې ځان ته نوره هم ورجوخته کړه، بياېې ښکل کړه او ورو شانته ېې ورته ووېل.. مينو! ناسازه خو نه ېې؟ مينو لا تر اوسه په هماغه فکر کې وه. دا ېې په خيال کې هم نه وو چې ګنې له خپل احمدخان سره پرته ده، ايله د هغه پوښتنې راويښه کړه. شونډې ېې په سختۍ وخوځېدې.. نه ..خو نن... نور نو هغې ددې خبرې د پټولو توان په حان کې ونه ليد. لکه څوک چې وپړسېږي او يو ځل وچوي.. نن عجيبه کار وشو... احمدخان پو لومړي سر کې خبره بابېزه وګڼله.. څه وشول،بيا څه وشول؟ شونډې ېې ورپېدې... ..نن.. نوره هم تکه سره شوه.. نن چې زه له ګودره راوتللم.... ټوله کيسه ېې ورته په نښتې نښتې ژبه وکړه. پر احمدخان سور اور بل شو. له ځايه جګ شو. له کوټې ووت. ډېره شېبه نه و. مينو هماغسې چپه ناسته وه. احمدخان بېرته کوټې ته ورننووت. دنيا ورته سور اور وه. بېرته په خپل کټ کې کښېناست. پرېووت بيا راجګ شو او بيا څملاست. مينو اوس بېرته خپل کَټ ته تللې وه. نور ېې نو تر منځ هېڅ خبره ونه شوه. ټوله شپه دواړو سترګې پټې نه کړې. احمدخان ټوله شپه ګرځېده. هېڅ ځای خوند نه ورکاوه. عجب عجب فکرونه ېې په سر کې وګرځېدل. له قهره خوټېده. په سينه کې ېې لکه اور چې بل شوی وي. د مينو له اوږو لکه چې يو لوی بار کوز شوی وي. هغې خپل ځان يوه څه ارام احساساوه. خو غمجنه وه . نه پوهېده چې څه به کېږي؟ څنګه به کېږي؟ سهار د وخته احمدخان خپله توره له ځان سره واخستله او له کوره ووت. تر مازيګره د کلي په څنګ کې په ځنګل کې و. ټوله ورځ ېې د پرونۍ پېښې په باب له ځانه سره سوچونه وهل. حيات خان ولې داسې وکړل؟ که ريښتيا ،،ګلونه،، ته ناست و؟ که ېې همدا زما ښحې ته لاس اچول غوښتل؟ که ېې زما شرمول غوښتل؟ زما او د هغه تر منځ خو يوه بده خبره هم نه ده شوې! خو چې داولې داسې وشول؟ ولې ېې داسې وکړل! احمدخان له قهره تاؤ راتاؤ شو. په شونډو کې ېې څه له ځانه سره ووېل. خپل څنګ ته پرتې تورې ته ېې وکتل او بيا له هغه ځايه جګ شو. د ماښام په خړه کې کلي ته راروان شو. خپله توره ېې تر څادر لاندې پټه کړې وه. يو ځل د کلي هغې برخې ته لاړ چې غالبآ به ځوانان په کې تر ماښامه راغونډ وو، مستۍ، لوبې او ټوکې ټکالې به وې . د ځوانانو هغه بنډار ته نزدې شو. حيات خان ېې له ورايه وليد چې په هماغه ډله کې ناست دی. مطمين شو او بيا له هغه ځايه يوه څنګ ته شو. د ځوانانو هغه بنډار ېې له ورايه څاره او چې کله پوه شو چې نور نو هغه ډله مخ په خورېدو ده، ده هم تګ ته ځان برابر کړ . پر هغه لاره روان شو چې حيات خان هم کور ته پرې روان و. پر حيات خان پسې لږ لرې شاشاته روان و. څادر ېې هماغسې کلک اغوستی و. د حيات خان د کلا پر ګوټ چې ورتاو شو، نو له ورايه ېې ورغږ کړ. ... ودرېږه حياتيه ! حيات خان پر ځای کلک ودرېد. مخ ېې ورواړاو. تر شا ېې احمدخان ورپسې روان و. هک حيران شو. احمدخان خپلې پښې نورې هم تېزې کړې . حيات خان هماغسې پرزمکه ښخ شوی و. احمدخان بيا ورغږ کړ... .. بې غيرته ، بې ناموسه .... اوس حيات خان هېڅ ځواب ورنه کړ. لا نه پوهېده چې احمدخان به څه کوي. احمدخان خپل شا اوخوا ته يو ځغلند نظروکړ. څوک نه ښکاره کېدل. حيات خان چې د هغه د قهر لمبې وليدې ، همدومره ېې ووېل... .. ما هېڅ نه دي کړي.. هېڅ مې .... او احمدخان ورمنډه کړه، تر هغه چې حيات خان پر ځان خبرېده، له څادره ېې ، ځلېدونکې توره رابهر کړې وه او چې څنګه ېې جګه کړه نو د حيات خان ښي لاس بيا نه و. حيات خان يوه چيغه کړه او له چغې سره سم ېې منډه کړه. احمدخان هم ورمنډه کړه . هغه ېې راونيو او د تورې څو پرله پسې ګوزارونه ېې پرې وکړل. تر هغه چې خلک راټولېدل په حيات خان کې ساه نه وه او احمدخان بيا له دې ځايه پښې سپکې کړې وې. توره ېې دا ځل تر څادر لاندې پټه نه کړه، وینې ترې څڅېدې او سيده خپل کورته روان شو. د کور پر ور چې ورننووت نو مور او ښځه ېې حيرانې شولې. دواړو کړيکې کړې . ماشوم زوی ېې هم چيغې کړې. احمدخان خپلې ښحې ته ورغږ کړ... رادې خوا شه! له موره ېې لکه چې ساه الوتې وي ، خپل نمسی ېې په غېږ کې و او حيران حيران ېې کتل . هغه له هېڅ شي نه وه خبره. مينو هم له ځايه پورته نه شوه. احمدخان ورمنډه کړه . د تورې له ګوزار سره سم ، هغه له ځايه جګه شوه، خو د تورې ګوزار ېې چپ ولﺉ ورزخمي کړ. لکه زخمي هوسۍ ، د بوسو کوټې ته ننوته او ور ېې په ځان پسې له هغې خوا بنده کړه. احمدخان غورېده.. .. بېرته کړه دروازه ، ژوندۍ دې نه پرېږدم. او د مينوچيغې به ېې د مور او ماشوم زوی په کړيکو کې واورېدی(اورېدای) شوې . .. ما څه کړي دي؟ زه هېڅ ملامته نه يم... او دې سره احمدخان ور څو لغتې وواهه.. ور بېرته کړه! پرېدم دې هسې هم نه ...نور ستا لپاره ژوند نشته .. د مينود کړيکو په انګازو کې احمدخان ور ورمات کړ او چې څنګه ېې د تورې ګوزارونه پرې پېل کړل، نو مينو يوازې يو غږ کاوه.. ..خږ منور... منور...هغه به څه کوي؟...منور...د خدای په خاطر ... د منور.... او په همدغه نوم د هغې د غږ هنګامې ودرېدې. ډاکټر احمدي ته لکه همدغه اوس چې دغه هنګامې رارسېدلې وي . يو ځل سره وخوځېد او په څنګ کې ناست کسان ورته حيران شول. ښځې ېې د هغه پر اوږه لاس کېښود. ..خير خو دی؟ دومره خو دې لا نه دي څښلي، څه درباندې وشول؟ د هغه حالت بيخي بدل شوی و. سترګې ېې تکې سرې وې. هغه د واده په محفل کې لکه چې نه وي ناست . تېرو يادونو په مخه کړی و. ښحې ېې بيا ورته ووېل.. تاته وايم څه درباندې وشول؟ ډاکټر احمدي په لنډ ډول ورته ووېل... ..هسې ..هېڅ هم نه .. نن د ،،کاترين،، واده و. کاترين د ډاکټر احمدي همکاره وه او په يوه طبي موسسه کې ېې کار سره کاوه. دا د کاترين درېيم واده و. سره له دې چې اوس ځوانه نه وه خو ښکلا او همېشنۍ موسکا ېې له خپل عمر څخه زياته ځوانه څرګندوله . دا ځل ېې له يوشتمن سره واده کړی و. د ټولو يوې خوا ته پام شو. د واده د محفل په منځ کې يو څوک جام په لاس درېدلی و، چې د دې واده له امله کاترين او د هغې نوي مېړه ته مبارکي ووايي. دا د کاترين لومړی مېړه و. دی د کاترين د درېيم مېړه ملګری هم و او دواړه په ګډه دې واده ته رابلل شوي و. د هغه غږ ډډ او رسا و... .. الن نېکمرغه دی چې کاترين غوندې ښځه ېې په برخه شوه، کاترين هم بختوره ده چې د الن پڅېر يو چا سره ژوند پيلوي. کاترین دومره نېکخویه او بختوره ښځه ده چې ... ..ډاکټر احمدي د هغه نورې خبرې وا نه ؤرېدې . هغه ته داسې ښکاره شول لکه څوک چې خبرې نه کوي ، ټول هماغه د کلونو پخوانۍ هنګامې اوري. د احمدخان ګوزارونه او د مينوهماغه کړيکې .. ..خو منور ... هغه به څه کوي... د خدای لپاره ، دخدای په خاطر.. د منور ... سر ېې وخوځاوه. هغه کړيکې نورې هم زياتې شوې.. د خدای په خاطر... د منور .. د منور. او ډاکټر منور احمدي له ځايه جګ شو او په بېړه له هوټله ووت.

(دا کيسه ريښتيانۍ ده. دا کيسه د (دلته غرونه نه دي هسک ) له ليکي(کتاب) نه را اخيستل شوې ده ، او په 21 مې د جنورۍ په کال 1996 ع کې په هالټلنډ ،،جرمني،، کې ليکل شوې ده)

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki